1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پيزه ډوډۍ دي د نړۍ کلتوري ميراث وګرځول سي»

۱۳۹۴ اسفند ۱۶, یکشنبه

د بشر او طبيعت د تاريخ تر ټولو ښه اثار کېدای شي چې د يونېسکو له خوا د نړۍ د کلتوري ميراث لقب تر لاسه کړي. اوس ايټاليا غواړي چې خپل ملي خواړه هم په دغه فهرست کې ورځای کړي.

https://p.dw.com/p/1I85m
انځور: picture-alliance/dpa/C. Abbate

ايټاليا غواړي چې د پيزه خواړه دې د نړۍ د کلتوري ميراث په توګه ومنل شي. د ايټاليا حکومت ويلي دي چې د ملګرو ملتونو د يونېسکو سازمان ته يې خپل غوښتنليک استولی دی او هيله لري چې دغه محبوب خواړه دې په دغه فهرست کې ونيول شي.

د ايټاليا د کرهڼې وزير، ماوريسيو مارتينا، ويلي دي چې د پيزې د پخولو هنر په ټوله نړۍ کې د ايټاليې د ژوند يو سمبول ګرځېدلی دی. د ده په خبره بايد د ايټالوي خوراکي موادو ځانګړي دودونه او بڼې وساتل او وستايل شي.

زر کاله مخکې آن د پيزې لرغوني ډولونه موجود ول

پيزه يو ډول د ګردې يا څلور کونجه ډوډۍ ټيکلي ته وايي چې ورباندې د روميانو سوس، بېلابېل ترکاري، غوښې او د پاسه پنير اچول کيږي. دغه ټيکلی بيا په داش کې پخيږي. په داسې حال کې چې د پيزې اصلي تاريخچه او بوب شاليد لا نارڅرګند پاته دي، خو زر کاله پخوا هم يو ډول پيزه موجوده وه.

دغه ټيکلي چې د روميانو په سوس، سمارق، غوښو او موسارېله پنير سينګاريږي او بيا په داش کې پخيږي، کېدای شي چې د ايټاليا د نېاپل ښار د شاوخوا څخه سرچينه اخيستې وي.

د ايټاليا نور «غير مادي کلتوري ميراثونه» هم موجود دي

په پاريس کې مېشت د يونېسکو سازمان به ښايي د ۲۰۱۷ م کال تر پايه پورې د ايټالويانو د غوښتنليک په اړه خپل تصميم ونيسي. يونېسکو نه يوازې کلتوري اثار ژغوري، بلکې د «غير مادي کلتوري ميراث» ساتنه هم ورپه غاړه ده. په ايټاليا کې د نورو تر څنګ د سيسلي د نانځکو او ګوډاګيانو تياتر «اوپرا دې پوپي» او په کرېمونا کې د ويلين په نوم د موسيقۍ د آلاتو د جوړولو هنر د نړۍ د کلتوري ميراث په فهرست کې نيول شوي دي.

په کرېمونا ښار کې د ويلين مشهور جوړونکی، انتونيو سترديواري، زېږېدلی دی. نومړي په دغه ښار کې ژوند او کار کړی دی. د نړۍ غيرمادي کلتوري ميراث ټولې هغه وړتياوې بلل کيږي چې د انسانانو په پوهې او قابليتونو پورې تعلق ولري. دغسې وړتياوې له يو نسل څخه بل نسل ته لېږدول کيږي او د ودانيو او شيانو يعنې مادي ميراثونو په خلاف د لمس کېدلو او په لاس کې د نيولو يا کله آن د ليدلو وړ نه وي.