پيتريوس پر ځان باندي ځني تورونه ومنل
۱۳۹۳ اسفند ۱۳, چهارشنبه
جنرال ديويد پيتريوس د امریکا متحدو ايالاتو له عدليې وزارت سره توافق ته رسېدلی دئ. پر هغه باندي تور دئ، چي هغه مهال چي دی د امريکا متحدو ايالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې «سي آی اې» مشر وو، ځيني محرم اسناد ئې د پاولا برادول په اختيار کي ورکړي ول.
برادول د پيترويس معشوقه او د هغه د ژوند په اړه د کتاب ليکونکې ده.
په هغه وخت کي پيترويس دغه تورونه نه منل، خو د امریکا متحدو ايالاتو فدرالي پوليسو (اف بي آی) د پاولا برادول په کمپيوتر کي دغه شان اسناد وموندل او ضبط کړل، نو ځيني تورونه رشتيا کېدل.
د دغه شان جرمنو سزا لږ تر لږه يو کال بند ده.
اوس چي پيتريوس دغه تورونه منلي دي، نور نو ضرور نه ده چي پر هغه باندي لگېدلو تورونو ته د رسېدگۍ له پاره دي محاکمې وسي.
که چيري هغه محکمې ته ولاړ سي مجبوره دی چي ټول معلومات د قضايي چارواکو او عمومي افکارو په اختيار کي ورکړي.
پتريوس چي «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي «د خپل وخت تر ټولو موثره جنرال» بللی دئ، په ۲۰۱۱م کال کي د امريکا متحدو ايالاتو د مرکزي استخباراتي ادارې (سي آی اې) مشر وټاکل سو.
هغه د دغه مشرتوب ترمخه په افغانستان کي د نړيوالو ځواکونو (آيساف) قوماندان وو او تر هغه دمخه پر عراق باندي د جنگړې پرمهال د امریکايي ځواکونو قوماندان وو.