پيترياس:«موږ د تېښتي د لاري په لټه کي نه يو»
۱۳۸۹ شهریور ۸, دوشنبهجنرال ديويد پيترايس پرون د آلمان د ملي تلويزيون دوهمي شبکي،ZDF ته په يوه مرکه کي دا خبره ياده کړه.
« زه افغانانو ته ډاډ ورکوم. هغوﺉ دې خبري ته بايد ښه غوږ ونيسي چي جمهور ريس بارک اوباما څه ويلي دي: د 2011 کال په جولای کي چي کوم پړاو پيليږي، په هغه کي موږ د تېښتي د لاري د پيدا کولو په لټه کي نه يو، موږ به هيڅ وخت افغانان د طالبانو زور زياتيو ته یوازي پرې نه ږدو.»
پيترياس د آلماني تلويزيون سره په مرکه کي په افغانستان کي د آلماني سرتيرو د زياتيدو او د افغان ځواکونو د روزلو تر څنګ د هغوﺉ د نوو دندو هرکلی وکړی.
د آلماني تلويزيون سره د جنرال پيتريايس تبصرې په هغه ورځي عنوان سوې چي، د آلمان د دفاع وزير کارل تيودور څو ګوتنبرګ افغانستان ته د خپل ناڅاپي سفر په ترڅ کي پرون له کندوز څخه په بغلان کي د آلمان د پوځ يوې جنګي پوستې ته ورغی.
که څه هم څوګوتنبرګ افغانستان ته څو ځلي سفر کړي ، خو دا لومړي ځل دي چي هغه د جګړي په ډګر کي له خپلو سرتيرو سره يي وليدل.
هغه وويل:«د پوځي ماموريت په هکله قضاوت د مېز تر شا نه بلکي د جګړې په صحنه کي کيږي.»
له دفاع وزير سره د آلمان د فدرالي شورا ريس نوربرت لمرت هم په دي سفر کي ملګری ؤ. لمرت پرون په کابل کي د جمهورريس حامد کرزي سره وليدل.
د افغانستان د جمهوري رياست په خپرپاڼه کي راغلي دي چي کرزي او لمرت د افغانستان او د سيمي د امنيت په هکله سره وږغېدل.
کرزي يادونه وکړه:« د تروريزم ضد جګړې ستراتيژي باندي بايد له سره غور وسي.» هغه له افغانستان څخه د امريکايي سرتيرو د وتلو لپاره د جمهورريس بارک اوباما په پلان باندي نيوکه وکړه.
د افغانستان د جمهورريس دغه يادوني وروسته له هغه کيږي چي د ياغيانو د بغاوت لمن پراخه سوې او د بهرنيو سرتيرو مرګ ژوبلي زياتي سوي دي.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل