1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيترايس په افغانستان کي د اداري فساد سره مبارزه خپل نوی هدف ټاکلی

۱۳۸۹ مرداد ۷, پنجشنبه

واشنگټن پوست ورځپاڼه ليکي چي جنرال ډيويد پترايس د اداري فساد سره مبارزه خپل تر ټولو ستر هدف گرځولی دی.

https://p.dw.com/p/OXW0
.« جنرال پيترايس په لومړيو درو اونيو کي چي په افغانستان کي يې دنده پيل کړي تقريباً ۲۰ واري د ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي.»
.« جنرال پيترايس په لومړيو درو اونيو کي چي په افغانستان کي يې دنده پيل کړي تقريباً ۲۰ واري د ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي.»انځور: AP

ورځپاڼه ليکي جنرال پترايس هر ورځ سهار وختي په خپل مقرکي په افغانستان کي د ناټو ځواکونو د قوماندانانو سره ناسته لري او د افغانستان پر روانو مسايلو باندي ږغيږي او تقريباً هر گړی د اداري فساد سره د مبارزې خبره يادوي چي د امريکا سخته څني گړيږي.

دواشنگټن پوست په خبره هغه قوماندانانو ته ويلي چي هر وخت د اداري فساد په اړه بايد ده ته مالومات ورکړل سي.« جنرال پيترايس په لومړيو درو اونيو کي چي په افغانستان کي يې دنده پيل کړي تقريباً ۲۰ واري د ولسمشر حامد کرزي سره ليدلي دي.»

د ناټو چارواکو په خبره په دغه هره ليدنه کتنه کښي د اداري فساد موضوع لومړي توب درلودی او پر هغه باندي بحث کېدی.

پر دې سربيره د امريکا متحده ايالات کابل ته دوه گروپه کارپوهانو ليږي چي وگوري افغانان د متحده ايالاتو مرستي په څه ډول سره تنظيموي.

بله خوا په کابل کي د امريکا سفارت پر داسي يو پلان باندي کار کوي چي افغانستان به هغه وخت د امريکا د متحده ايالاتو اقتصادي مرستي تر لاسه کړي چي دوئ د اداري فساد سره د مبارزې د يو شمېر ستندرتونو جواب ووايي.

ag/ زيارمل

کتونکی. ضياالحق فضلي