1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوکمون که د محرمو معلوماتو ټولولو بلا؟

آژانسونه / ن.۱۳۹۵ مرداد ۱۶, شنبه

د موبايل عادي لوبه که د معلوماتو د راټولولو يوه بلا؟ د پوکمون ګو په هکله نظريات سره وېشلي دي. اوس د شخصي معلوماتو د خونديتوب فعالان هم ورڅخه خبرداری ورکوي.

https://p.dw.com/p/1JcXS
Pokemon Go Russland
انځور: picture alliance/dpa/K. Kukhmar

څوک چې دغه لوبه کوي، خپل ټول معلومات هم شريکوي. پوکمون چې د «پوکټ مونستر» يعنې «جېبي بلا» لنډه بڼه ده، د موبايل يوه تازه راوتلې لوبه ده.

مخکې له دې چې د وړو جېبي بلاګانو ښکار شروع شي، بايد د موبايل په سر کمرې او مايکروفون ته لاسرسی په اختيار کې وکړل شي. د امريکا په متحده آيالاتو کې مېشت جوړونکی شرکت، نيانتيک، د لوبې د کارونکو هر قدم څاري او ټول جغرافيوي معلومات له ځانه سره ثبتوي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (03.04.2016):

جېبي بلاوې خلکو ته لارښوونه کوي

په آلمان کې د شخصي معلوماتو د خونديتوب فعاله، ماريت هانزن، له دې کبله پوکمن ګو يوه عادي لوبه نه ګڼي، بلکې د پراخو معلوماتو د راغونډولو يوه بلا يې بولي.

د آلمان د شلېسويګ هولشتاين آيالت دغه مسلکي د شخصي معلوماتو او ارقامو ساتونکې خبرداری ورکوي چې دغه اپليکيشن د هغه جوړونکي شرکت ته «احتمالا ډېر امکانات» په لاس ورکوي. سره له دې بيا هم مېرمن هانزن او د هغې همکاران د دغې لوبې په وړاندې کوم اقدام نه شي پورته کولای. هانزن وايي چې «شرکت له اروپا څخه بهر دی، چې له کبله يې کوم حقوقي مکانيزم نه لرو چې له مخې يې په وړاندې فعاليت شروع کولای شو.»

هانزن دا هم وايي چې د لوبې طراحان نه يوازې دا چې د کارونکو په اړه ډېر معلومات تر لاسه کوي، بلکې هغوی په شعوري توګه ورته «لارښوونيز هدايتونه» هم کولای شي.

په جاپان کې د ساري په توګه د «مک دونالدس» په نوم د چټکو خوړو شرکت د پوکمون له جوړونکي شرکت نيانتيک سره ګډ کار کوي. د مک دونالدس د هرې نمايندګۍ مخکې د «پوکه ستوپ» په نوم د لوبې يو مهم ځای راغلی دی. له دې کبله مېرمن هانزن وايي چې پوکمون دا خبره ثابته کړې ده چې نن سبا مشتريان په څومره آسانۍ سره رهبري کېدای شي.«په روغتون کې د جراثيمو په څېر»

په داسې حال کې چې د آلمان په دوسلدورف ښار کې د ښاري ترانسپورت شرکت د پوکمون د کارونکو له پاره يو ځانګړی اورګاډی په لاره کړی وو څو هغوی د موبايل پر پردې په خپله لوبه کې دغه رنګينې او مجازي بلاوې ونيسي او د ځينو له پاره هګۍ هم وشربوي، خو د فولکسبانک په نوم بانکونو بيا دغه لوبه په خپلو ۲۳ نمايندګيو کې بنده کړې ده، ځکه چې د معلوماتو د ساتنې او محرميت په برخه کې يې اندېښنې لرلې.

په حساسو ځايونو کې دغه لوبه هسې هم هومره محبوبيت لري لکه خطرناک جراثيم په روغتونو کې. اسرائيل د مثال په ډول د پوکمون ګو لوبه په خپلو ټولو سفارتونو کې بنده کړې ده. په پوځي اډو او د بهرنيو چارو په وزارت کې هم د بلاګانو ښکار منع شوی دی.

سعودي عربستان بيا له پوکمون څخه د پاکو ساحو له پاره شرايط هم نه دي ټاکلي. د دغه هېواد تر ټولو لوړې اسلامي مرجعې څه موده مخکې داسې يوه فتوا تائيد کړې ده چې له مخې يې د پوکمون ګو لوبه په ټول هېواد کې بنده کړل شوې ده.

پوکمون په عربي هيوادونو کي هم محبوب دی
پوکمون په عربي هيوادونو کي هم محبوب دیانځور: Getty Images/AFP/Stringer