1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پولیسو پر دورتموند لوبډلې شکمن برید کوونکی نیولی

۱۳۹۶ اردیبهشت ۱, جمعه

آلماني پولیسو یو ۲۸ کلن کس د دورتموند د لوبډلې په موټر باندې د تیرې اوونۍ د برید په تور نیولی دی. ویل شوي دي چې حرص شکمن کس دغه برید ته هڅولی وو، نه له نړیوالو ترهګرو سره تړاو.

https://p.dw.com/p/2beqQ
Deutschland Explosionen an BVB-Bus
انځور: picture-alliance/dpa/M. Kusch

د آلماني رسنیو د جمعې په ورځ خبر ورکړی دی چې آلماني ځانګړو پولیسو یو کس چې د دورتموند فوټبال لوبډلې پر موټر باندې د برید کولو شک پری شوی، نیولی دی.

د آلمان فدرال جنایي پولیسو او د فدرال څارنوالۍ ادارې هم د دغه کس نیول تایید کړي دي. شکمن کس د آلمان توبنګن ښار ته نزدې له یوې سیمې څخه نیول شوی دی.

رسنیو د نیول شوي کس نوم سرګیج ډبلیو، ښولی دی. په آلمان کې په یوه جرم د شکمنو کسانو بشپړ نوم نه خپریږي او د تخلص یوازې لومړی توری یې کارول کیږي. سرګیج آلماني او روسیي تابیعت لري چې ویل شوي دي د برید په ورځ د لوبډلې په هوټل کې میشت وو.

د هغه د هوټل له خونې څخه د برید سیمه ښکاریده چې په کې یو لوبغاړی او یو پولیس ټپیان شول.

چارواکو د دغه ۲۸ کلن تورن کس په اړه څیړنې د تیرې اوونۍ په وروستیو ورځو کې پیل کړې وې. پر هغه باندې د ۲۰ کسانو د وژلو د هڅې تور لګول شوی دی.

ویل کیږي چې دغه کس له نړیوالو ترهګرو سازمانونو سره اړیکه نه لري او برید یې ښایي د حرص له مخې کړی وي. دغه کس داسې پانګونه کړې وه چې که د دورتموند ډلې د اسهامو قیمت رالویدلی وای، نو هغه ګټه کوله.

تر برید وروسته د دورتموند ډلې د اسهامو قیمت یو څه راولوید.