1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوليس: بې سرپرسته ماشوم مهاجر مو نه دي جواب کړي

۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سه‌شنبه

د آلمان فدرالي پوليس وايي چي د دغه هيواد پر سرحد يې مهاجر ماشومان نه دي بېرته جواب کړي. تر مخه رسنيو د بې سرپرستو ماشومانو د دخولۍ د مخنيوي خبرونه ورکړي ول.

https://p.dw.com/p/1IkbC
انځور: picture-alliance/Roland Mühlanger

د آلمان فدرالي پوليس چي د سرحد ساتني دنده يې هم پر غاړه وي، تر تنقيدونو لاندي راغلي ول. دا له هغه وروسته چي رسنيو داسي خبرونه خپاره کړل چي ګواکي دغو پوليسو د آلمان له سرحده تقريبا ۳۰۰ داسي مهاجر بېرته جواب کړي چي سنونه يې کم ول او کوم سرپرست يې نه لاره.

خو اوس د آلمان فدرالي پوليسو ورباندي لګول سوي تورونه رد کړي دي. دغي ادارې ويلي دي چي هغه نيوکي نه مني چي دوی بې سرپرسته او يوازي ماشومان د آلمان له سرحدونو جواب کړي او بېرته يې اتريش ته لېږلي دي.

د آلمان د فدرالي پوليسو اړونده ادارې «دي وېلت» ورځپاڼي ته ويلي دي چي سرحدي پوليسو هيڅ کوم داسي پناه غوښتونکی له سرحده نه دی جواب کړی چي ماشوم وي. دغي ادارې زياته کړې: «هغه۲۸۰ تنه مهاجر چي د آلمان او اتريش پر سرحد بېرته جواب سوي دي، پکښي يو يې هم تر ۱۶ کالو کم عمر لرونکی نه وو.»

د يادي ادارې يوه وياند «دي وېلت» ورځپاڼي ته ويلي دي چي د روان مېلادي کال په اوله ربعه کي په بشپړه توګه۳۶۵۲خارجيانو ته اجازه نه ده ورکول سوې چي آلمان ته داخل سي. د وياند په وينا په ياد شمېر بهرنيانو کي ۳۰۹ داسي کسان ول چي عمرونه يې کم او سرپرست ورسره ملګری نه وو.

د فدرالي پوليسو وياند زياته کړې ده، آلمان ته د راداخل کېدو تمه لرونکي ياد کم سنه کسان په لومړي سر کي د ژباړونکو په مرسته پوښتل سوي چي ولي غواړي آلمان ته داخل سي.

د دغه وياند په وينا له جواب سوو کم سنه پناه غوښتونکو څخه يو هم داسي نه وو چي آلمان ته د داخلېدو له پاره دي يې داسي لاملونه او وجوهات په ګوته کړي وي، چي هغوی د ژنيف کنوانسيون په رڼا کي مهاجر وبلل سي. د هغه په وينا له همدې کبله دا ادعا کول چي د آلمان فدرالي پوليسو پناه غوښتونکي آلمان ته له داخلېدو ګرځولي، ناسمه ده.