1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

پوليسو په لندن کي د ترور د دوو تنو عاملانو هويت روښانه کړی

۱۳۹۶ خرداد ۱۶, سه‌شنبه

په لندن کي د تروريستي پيښي له درتنو احتمالي عاملانو څخه د دوو تنو هويت روښانه سوی دی. د بريتانيا پوليسو د هغوی نومونه خپاره کړي دي.

https://p.dw.com/p/2e9yA
London Polizist sperrt Straße nach Anschlag
انځور: Reuters/E. Keogh

دغه دوه کسان چي نومونه ئې اعلان سوي دي، د لندن په ختيځ بارکينگ سيمه کي ئې ژوند کاوه.

ويل سوي دي چي د هغوی يو تن «خرم شهزاد بوت» ۲۷ کلن پاکستانی الاصله بريتانوی دئ چي په بريتانيا کي زېږېدلی دئ. د هغه هويت د بريتانيا د کورني امنيت سازمان M15 ته روښانه وو، خو دا چي هغه يرغل کوي په اړه ئې معلومات پوليسو نه لرله.

دوهم کس د «رشيد ردوانه» په نوم ۳۰ کلن سړی ښوول سوی چي خپل ځان ئې مراکشی يا ليبيايي معرفي کړی وو. هغه خپل نوم ادارو ته جعلی ورکړی وو.

تر اوسه پوري لا روښانه نه ده چي له دغو دوو کسانو سره نورو هم همکاري لرله که نه.

دغه دوه کسان او يو بل چي تر اوسه پوري ئې لا هويت بربنډ سوی نه دئ، په لندن کي د شنبې په ښام تر تروريستي يرغل وروسته پوليسو وويشتل او ووژل.

تر اوسه پوري د لندن د شنبې ورځي د تروريستي يرغل په تړاو ۱۲ کسان چي ۷ ښځي او پنځه نارينه دي نيول سوي دي. له دوی څخه يوه ښځه او يو نارينه بيرته آزاد سوي دي.

د بريتانيا پوليسو له خلکو غوښتي دي چي په دې اړه هر ډول شواهد چي ولري، د مهربانۍ له مخي دې له پوليسو سره شريک کړي.