پولنډ پخپله خاوره کي د امريکا توغنديو ته ځای نه ورکوي
۱۳۸۷ تیر ۱۷, دوشنبهدامريکا د متحده ايالتونو حکومت تيره اونۍ اشارتاً داخبره کړې ده چي، د پولنډ سره د څوکالو خبري اتري چي، دتوغنديو د درولو دځايونو د جوړولو په هکله يي کړي دي له ناکامۍ سره مخامخ سوي دي.
تر دې د مخه د ليتوانيا نوم د بديل په توګه اخيستل سوی و.
دامريکا دمتحده ايالتونو د جمهوري رياست د مرستيال دک چيني سره د پولنډ د لمړي وزير دونالد تسک د تلفوني خبرو څخه وروسته هم داسي برېښيدل چي دتوغنديو د دفاعي سسټم د درولو د ځايونو دجوړولو لپاره ددوی خبري پرته له کومي نتيجي پای ته رسيدلي دي.
چيني وويل: د امريکا متحده ايالتونه د پولنډ اصلي ملګري وه، اودي. کله چي لازمه وه اووضعه به د انتقاد وړسوه زموږ عسکرو يو د بل سره مرسته کول، دا که دعراق او يا دافغانستان په برخه کي وه همداسي به وي. خو داخبري اتري تر دې لوړي دي، دا د پولنډ په خاوره پوري اړه لري.
که څه هم چي امريکا غواړي چي د پولنډ په خاوره کي د توغنديو دفاعي سسټم و دروي، او په رسمي توګه دغه توغندی د ايران په وړاندي تعبيه کيږی ، خو روسیه هم دهغي دخپلي وينا سره سم ځان ترګواښ لاندي احساسوي.
دچکانوله جمهوريت سره د امريکا متحده ايالتونه موافقې ته رسيدلي دي.
د پولنډ لومړي وزير توسک په ټاکنو کي تر بريالي کيدو د مخه لا اعلام کړی وو چي، دی به د پخوانی لومړی وزيرکچينسکي بر خلاف له امريکايانو سره سختي خبري اتري وکړي ترڅو پولنډ ته ددې لاري څخه ډير امتيازونه تر لاسه کړي.
د ورکړل سوو معلوماتو د مخه پولنډ دخپلي دافع هوا دپياوړي کولو او د خپل پوځ دعمومي عصري کولو لپاره مرستي غواړي. او دغه ډول پولنډ هيله لري چي د اوږدو کلونولپاره د امريکا د متحده ايالتونوسره په لوړه سطحه پوځي ګډکار وکړي
تسک وايي: په پولنډ کي د دفاعی توغنديو ځای پر ځای کول تر هرڅه د مخه د امريکا د متحده ايالتونو امنيت لوړوي. دا هغه څه دي چي زموږ، او دټولي نړۍ لپارهم مهم دي. خو د دغو دفاعي توغنديو درول پولنډ ته خطر هم د ځانه سره راوړي. مهم دلته د پولنډ امنيت دی. پوښتنه داده چي ايا دپولند لخوا د هوکړي سره دلته امنيت ډيريدای سی؟
خو د خبرو اترو پای چي په پولنډ کي يي دونه انتظارکيدی بياهم ندی اعلام سوی. د پولنډ لومړی وزير چي بې له دې هم د پولند په ګته د څرګندونو له امله پام ځانته را اړوی ، اوس ويلي دي چي خبري اتري به دوام وکړي، او و يلي يي دي چي پولنډ اوس د هغو ټولو ښکاره پوښتنو و جواب ته چي د امريکا متحده ايالتونه يي بايد ورکړي انتظار باسي.
د پولنډ يو سياسي مبصر ليکلي چي نوموړی جمهور رييس د دوو بدو ترمنځ د يوې د ټاکلو چانس لري. دا بې تفاوته ده چي دی څنګه پريکړه کوي دا به پر ده باندي د ډيرو انتقادونو سبب سي.
د مبصر په نظر که د توغنديو د درولو معامله ددې لپاره خرابه سي،تسک دپولند او د امريکايانو اتحاد ته تاوان رسولی دی. که د توغنديو د درولو طرحه رښتيا د عمل جامې واغوندي بيا هم ويل کيږي چي توسک پولنډ پر امريکايانو باندي په کمه بيه خرڅ کړی دی.