پولنډيانو کرۍ شپه د وير مراسيم تر سره کړل
۱۳۸۹ فروردین ۲۲, یکشنبهپه لسهاو زره انسانان د وارسا د ښار په مرکز کي سره راغونډ سوي او بيا وروسته د ولسمشر تر ماڼۍ پوري په پښو تللي. همدا شان په ټول پولنډ کي ددعا مراسم تر سره سوي.
دروسيې دکاتيان په سيمه کي د پولنډ د ولسمشر د الوتکي د راغورځيدلو په پيښه کي نه يواځي ددغه هيواد ولسمشر کاژنسکي تلف سوي، بلکي 96 کسه نور د پولنډ مخور سياستوال لکه دپولنډ د مرکزي بانک مشر لکه Slawomir Skrzypek , د پولنډ د بهرنيو چارو مرستيال وزيرAndrez Kremer هم په دغه پيښه کي تلف سوي دي.
لکه څنګه چي روسي څارونکو څرګنده کړې، ښايي د الوتکي د راغورځيدلو علت د الوتکي د پيلوټ اشتباه وي. په خبر کي ويل کيږي، چي پولنډي پيلوټ د سيمي د هوايي ډګر د توصيي په خلاف سره له دې چي هوا ډيره خرابه وه، هڅه کړې، چي په سيمه کي راکښته سي.
د پولنډ ولسمشر او ملګرو يي، غوښتل چي د روسيي دکاتيان په ښار کي دهغه پولنډي قربانيانو د يادوني په مراسمو کي ګډون وکړي، چي په 1940 ميلادي کال کي د روسيې د استخباراتي څانګي له خوا وژل سوي ول.
داسي ويل کيږي، چي په دغه کال کي دپولنډ 22000 پوځي منصبداران او ملکي وګړي د روسيې د کاتيان په سيمه کي قتل عام سوي وي. ددغي پيښي له امله په پولنډ کي د يوې اونۍ دپاره د وير مراسم اعلام سوي.
AG/ زيارمل
کتونکی. زيارمل