1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوروشینکو د واقعي اوربند په اړه هیله څرگنده کړه

مسعود جهش (AFP, AP)۱۳۹۳ آذر ۲۱, جمعه

په اوکراین کې د دولت او روسي پلوه بیلتون غوښتونکو تر منځ له نوې اوربند څخه څو ورځې وروسته ولسمشر ویکتور پوروشینکو، ویلي دي چې اوس یو واقعي اوربند رامنځ ته شوی دی. هغه په عین حال کې خبردرای ورکړی چې وضعیت اوس هم نازکه دی.

https://p.dw.com/p/1E38J
انځور: AFP/Getty Images/A. Stepanov

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو، د جمعې په ورځ وویل چې اوس یو «واقعې» اوربند رامنځ ته شوی دی. دا په داسې حال کې ده چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د اوکراین په اووه میاشتنې کړکیچ کې د لومړي ځل له پاره کوم تلفات رامنځ ته نه شول.

پوروشینکو استرالیا ته د خپل سفر مهال وویل: «زه ښه خبر لرم. نن په تیرو اووه میاشتو کې لومړي ۲۴ ساعته دي چې موږ په اوکراین کې یو واقعي اوربند لرو.»

پوروشینکو په خپلو کې پر دې هم اعتراف وکړ چې اوس هم وضعیت ماتیدونکی دی. هغه وویل چې که دغه اوربند دوام وکړي نو دا به په اوکراین کې د سولې او ثبات پر وړاند یو لوی گام وي.

پوروشینکو ویلي دي: «هر څه ډیر ماتیدونکي دي خو زه دعا کوم چې موږ دغه بهیر ته دوام ورکړو.» پوروشینکو زیاته کړې ده: «دا د آزادۍ، نړیوالې آزادۍ له پاره جگړه ده. دا د دیموکراسۍ، نړیوالې دیموکراسۍ، امنیت او نړیوال امنیت له پاره جگړه ده.»

روان اوربند د سه شنبې په ورځ رامنځ ته شو تر څو په اوکراین کې روان څو میاشتنۍ جگړې ته د پای ټکی کیښودل شي. د ملگرو ملتونو په حواله د اوکراین په روانه جگړه کې لږ تر لږه ۴۳۰۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د اوکراین د کړکیچ له کبله د لویدیځې نړۍ او روسیې تر منځ اړیکې هم ډیرې ترینگلې شوې دي. لویدیځ پر روسیې باندې د اوکراین له بیلتون غوښتونکو څخه د ملاتړ تور لگوي.

د پنجشنبې په ورځ د پولند د دفاع وزیر په بالتیک سیمه کې د روسیې د بې سارې فعالیتونو په اړه خپله اندیښنه څرگنده کړه.