پوتین په سوریه کې د اوږد مهاله کورنۍ جگړې خبرداری ورکړی دئ
۱۳۹۱ مرداد ۳, سهشنبهاعلان
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین خبرداری ورکړی دئ که چیرې بشارالاسد د یاغیانو له خوا په غیر قانوني توگه له واکه لیرې کړای شي نو په دغه هیواد کې به یوه اوږده کورنۍ جگړه پیل شي. د روسیې دولتي خبري آژانس د پوتین له قوله ویلي دي چې دوی ویره لري که چیرې د سوریې اوسنې مشرتابه د یا غیانو له خوا په غیرقانوني توگه له واکه لیرې کړای شي نو دا به یوازې د ځایونو د بدلولو په معنی وي. د هغه په وینا په دغسې یوه وضعیت کې ښایې په سوریې کې د یوې اوږدې مودې له پاره کورنۍ جگړه پیل شي.