پوتین شخړه ایز قانون لاسلیک کړ۱۳۹۱/۱۰/۸۱۳۹۱ دی ۸, جمعهhttps://p.dw.com/p/17Agtاعلان د روسیې جمهور رييس ولاديمير پوتين هغه شخړه ایز قانون لاسلیک کړی دی چې پر اساس یې امريکايان نه شي کولای روسي موشومان په فرزندۍ ونیسي. تر دې مخکې د روسیې پارلمان په دې اړه یوه مسوده تصویب کړې وه چې د امریکا سخت غبرګون یې راپارولی وو.