1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د ترکیې پر وړاندې لهجه تنده کړې

۱۳۹۴ آذر ۱۰, سه‌شنبه

مسکو پر انقرې تور لگولی چې د روسیې الوتکه یې راغورځولې څو له سوریې څخه د «اسلامي دولت» ډلې د تیلو له اکمالاتو سره مرسته وکړي. د الوتکې د رالویدو راهیسې لفظي شخړه د دواړو هیوادونو تر منځ د اړیکو خرابوالی ښيي.

https://p.dw.com/p/1HF8J
انځور: Reuters/M. Klimentyev

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ وویل چې ترکیې د روسیې الوتکه د دې له پاره راغورځولې چې په خپل سر د نومول شوي «اسلامي دولت» څخه د تیلو اکمالات خوندي کړي. خو ترکیه پر دې ټینگار کوي چې روسۍ الوتکې د ترکیې هوایي حریم نقض کړی وو.

پوتین په پاریس کې د اقلیم د بدلون کنفرانس په لومړۍ ورځ خبریالانو ته وویل: «موږ ډیر زیات دلایل لرو چې فکر وکړو چې زموږ د الوتکې د راپرځولو د تصمیم امر د دې له پاره ورکړ شوی چې ترکي خاورې ته د تیلو اکمال خوندي کړی شي.» د پوتین په خبره چې له هغه ځایه بیا په ټانکرونو کې باریږي.

په سوریه او عراق کې د «اسلامي دولت» افراطي ډلې له لورې د تیلو نیول شوې حوزې د دغه ډلې د عاید اصلي سرچینه بلل کیږي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پوتین د خبرو په ځواب کې ویلي دي که چیرې دا ادعاوی ثابتېدای شي، دې چمتو دې له خپلې دندې استعفا وکړي. د آنادولو په نوم دولتي خبري آژانس د اردوغان له قوله لیکلي دي: «که دغسې یو څه په اثبات ورسیږي، نو زموږ د ملت شرف ایجابوي چې زه پر خپل ماموریت کې پاتې نه شم.»

د روسیې ولسمشر د پاریس کنفرانس په څنډه کې د ترکیې له لوري د یوې لیدنې کتنې غوښتنه رد کړې ده.

د ترکیې- سوریې پر پوله د روسۍ جیټ الوتکو راغورځولو د دواړو هیوادونو تر منځ اړیکي ترینگلې کړي دي. دا په داسې حال کې ده چې دواړه هیوادونه د سوریې پر سر د اختلاف سربیره هم نزدې اقتصادي اړیکي لري.

په عین وخت کې د ترکیې لومړي وزیر داوود احمد اوغلو د پیښې په هکله د ترکیې له لورې د بخښنې غوښتلو خبره رد کړې ده. داوود اوغلو په بروکسل د ناټو له عمومي منشي ینس ستولتنبیرگ سره په یوه گډ مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: «د خپل هوایي قلمرو او پولو ساتل یوازې حق نه دی، بلکې زما د حکومت دنده هم ده. د ترکیې هیڅ کوم لومړی وزیر او یا ولسمشر به ... د خپلې دندې د تر سره کولو له پاره بخښنه و نه غواړي.»

روسیې لا تر مخه د ترکیې اقتصاد ته د ضرر رسولو له پاره غچ اخیستونکي اقتصادي بندیزونه اعلان کړي دي، په ځانگړې توگه د سیاحت او کرهنې په برخه کې. روسیه غواړي چې تیره اوونۍ د پوتین له لوري د یوه فرمان تر لاسلیکولو وروسته له ترکیې څخه د میوې او سبزیجاتو واردول بند کړي.

همداشان د روسې له لورې پر چارتر الوتنو او د سیلاني توب په برخه کې هم بندیزونه لگول شوي دي. د رپوټونو له مخې روسیې، ترکي اتباعو له پاره د آزادې ویزې په برخه کې هم محدودیتونه رامنځ ته کړي دي.