1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: په افغانستان کي زورازموينه د شوروي اتحاد غلطي وه

انترفکس/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ آذر ۳۰, دوشنبه

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين ويلي دي چي په افغانستان کي زورازموينه د شوروي اتحاد يوه غلطي وه، خو د ويټنام له جنگ سره بايد پرتله نه سي.

https://p.dw.com/p/1HQvE
انځور: Reuters/M. Zmeyev

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين وايي چي افغانستان ته د شورويي اتحاد ورتگ په ويټنام کي د امريکا له اقداماتو سره يو شان بلل يوه تېروتنه ده، خو دا مني چي په افغانستان کي د شوروي اتحاد زورازموينه د مسکو غلطي وه.

پوتين د روسيې د لومړي تلويزيوني کانال د «نړۍ نظم» په نوم مستند فيلم کي د مرکې پرمهال وويل: «افغانستان ته زموږ ورتگ بايد د ويتنام له ورتگ سره يو شان و نه بلل سي. موږ افغانستان ته د دغه هيواد او جمهور رئيس په غوښتنه ورغلي وو. دا ستر توپير لري.»

په دغه مرکه کي پوتین زياته کړې ده: «دا چي موږ بايد د افغانستان په چارو کي مداخله کړې وای، لکه و چي مو کړه، پر دې بايد فکر وسي.» دلته هم هرڅه روښانه نه دي.

هغه ويلي دي موږ نه سو ويلای چي دا سم کار وو که تيروتنه وه. خو دا چي غلطي سوې ده دا روښانه ده. پوتين زياته کړه، دا چي پريکړه پرځای وه که نه، دا بايد دقيق وڅېړل سي.

پوتين پر دې ټينگار کړی دئ چي په افغانستان کي زورازموينه د شوروي اتحاد يوه غلطي وه.

خو د روسيې يو تکړه ژوزناليست گينريخ اويريانوويچ بوروويک، افغانستان ته د شوروي لښکرو د لېږلو د پريکړي په اړه د «امپراتورۍ وروستی جنگ» په نوم په خپل مستند ۴۵ دقيقه يي فيلم کي دې نتيجې ته رسيږي چي گويا د هغه وخت شوروي اتحاد مشرتابه د ځواک د لېږلو په اړه په پټو سترگو پريکړه کړې وه.

دغه مستند فيلم چي څو کاله دمخه خپور سو پکښي راغلي چي کيدای سي شوروي اتحاد په ويټنام کي د امريکا د جنگ په اړه فکر کړی وو، خو له يوه اړخه. هغه دا چي ولي امريکايان له خپل سرحده په زرونو کيلومتره ليري د خپلو دلچسپيو د دفاع اجازه لري او شوروي اتحاد په خپل سرحد کي د دې کار اجازه ونه لري؟

د جنوبي ويټنام جمهور رئيس هم له واشنگټن څخه د لښکر د ور ورلېږلو غوښتنه کړې وه چي په اصطلاح په جنوبي ويټنام کي د ديموکراسۍ ساتنه وکړي. امريکايانو هلته خپل ځواک ولېږی، خو کله چي دغه جمهور رئيس نور د واشنگټن خوښ نه وو هغه ئې له صحنې وايست. نو ولي دغسي کار امريکايانو ته اجازه وي او شوروي اتحاد ته نه؟

په ويټنام کي د امريکايانو جنگ، چي تر لسو کالو ئې زيات دوام وکړ د ۵۴ زرو امريکايي عسکرو او افسرانو د سر په بيه تمام سو. داچي څو سوه زره ويټناميان ووژل سول تر اوسه پوري ئې څوک اټکل هم کولای نه سي.

د شوروي اتحاد يرغل هم په افغانستان کي تقريباً لس کاله دوام وکړ او د روسيې د رسمي شمېرو له مخي د ۱۵ زرو عسکرو د سر په بيه تمام سو؛ او دا چي څو سوه زره افغانان ووژل سول تر اوسه پوري لا روښانه نه ده.