1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين پر لوېديځ باندي سختي نيوکي کړي دي

۱۳۹۰ اسفند ۸, دوشنبه

د روسیې صدراعظم او جمهوري ریاست ته نوماند ولادیمیر پوتين پر لویدیځ تور لګولی دئ چې د نورو هیوادونو په کورنيو سیاستونو کې د لاسوهني یو خطرناک سیاست پر مخ وړي.

https://p.dw.com/p/14AqU
انځور: Reuters

نوموړي زیاته کړې ده چې د عربي نړۍ شخړو په ځانګړي توګه د سوریې لانجې ته په کتو سره سړی ته داسي فکر پیدا کیږي چې لویدیځ د بشري حقونو په فکر کې نه دئ، بلکې مقصد ئې یوازي د عربي نړۍ د اومو موادو زیرمي او بازار دئ.

په روسیه کې د مارچ پر څلورمه نېټه د جمهوري رياست له پاره د ټاکنو له ترسره کېدو د مخه پوتين په يوه خپره کړې مقاله کې د امریکا متحده ایالات او ناټو په دې ګرم بللي دي چې د پوځي بریدونو له ویري د ډيرو هيوادونو د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په هڅي کي دي.

پوټین په خپله دغه مقاله کې چې د دوشنبې په ورځ د«مسکوسکي نوستي» په نامه ورځپاڼه کې خپره شوې ده. زیاته کړه ده:«هغه هيواد چې اټوم بم نه لري د انساني مداخلې انتظار لري. که څه هم چې روسیه هم په شمالي کوریا کې د اټومي وسلو پر ضد ده خو یوه رژیم ته ګواښ کول سمه لاره نه ده.»

د ایران د اټومي پروګرام په هلکه پوتین ويلي دي چې ایران بايد دا حق ولري چې خپل اټومي پروګرام د سوله يیزو موخو له پاره وکاروي. خو پر ایران دې تورونه ته په کتلو سره چې ښايي په پټه اټومي وسلې جوړوي، د دې هیواد پر ضد یوه پوځي برید ته امکانات او د دې د ناوړو عواقبو خطر زیاتوي.

په نړيوالو شخړو کې پوتين له ناټو څخه غوښتنه کړې ده چې د سوریې په شخړه کې په مداخلې سره دې د ملګرو ملتونو د نقش د خړولو هڅه نه کوي.

ده زیاته کړې ده چې د لویدیځ له اړخه د زور د استعمال په نتیجه کې روسیې په عربي نړۍ کې خپل مهم اقتصادي بازارونه له لاسه ورکړل.«د دې اړیکو د بیا رغولو هڅه به وکړو.»

د بلي خوا بیا لویدیځ پوتين په ټاکنو کې په درغلیو تورنوي چې نوموړی د هرې لارې په کارولو سره غواړي یو وار بیا د روسیې د ولسمشرۍ پر څوکۍ کښېني.
په تیرو میاشتو کې د روسیې په ډيرو ښارونو کې د پوتين پر ضد مظاهرې او احتجاجونه هم ترسره شول.

په دې ترڅ کي د پوتین په پلوي هم په تیرو اونیو کې په زرونو خلک سړکونو ته راوتلي ول. ویل کیږي چې ددې کسانو ډيری ته د معاش د کمولو گواښ شوی وو.

آژانسونه/ بريښنا صابر
کتونکی: نجيب الله زيارمل