1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«پوتين له طالبانو سره ملاقات نه دي کړي»

۱۳۹۴ دی ۲۳, چهارشنبه

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي هغه راپورونه «پوچ او بې معنی» بللي دي چي گواکي د روسيې مشرتابه دي د طالبانو له مشرانو سره ملاقات لرلي وي.

https://p.dw.com/p/1HcPG
Russland Zamir Kabulov Abgesandter für Pakistan
انځور: imago/Pak Images/I. Dean

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف هغه راپورونه رد کړل چي گواکي د روسيې جمهور رئيس دي د وسله والو طالبانو له مشر سره کتلی وي، او وئې ويل چي مسکو پلان نه لري په افغانستان کي طالبانو ته وسلې ورکړي.

کابلوف په مسکو کي له انترفکس خبري آژانس سره په مرکه کي ويلي دي: «دا د بې پروا خبريالانو او سياستوالو پوچي او بې معني خبري دي. حتی له نظري اړخه لا دا د منلو نه ده چي پوتين دي د يوه تروريستي سازمان له مشر سره ملاقات کړي وي.»

تر دې مخکي په رسنيو کي داسي راپورونه خپاره سوي ول چي گواکي د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين دي د تيرکال په سپتمبر مياشت کي په تاجيکستان کي د طالبانو له مشر ملا اختر محمد منصور سره ملاقات کړي وي.

ضمير کابلوف د رسنيو د هغو څرگندونو په اړه چي گويا په دغه ليدنه کتنه کي دي روسيې له طالبانو سره د مرستو په هغه جمله کي د وسلو د مرستو خبره مطرح سوې وي، وويل: «طالبانو ته هیڅ وخت د وسلو د ورکړي خبره نه سوې او نه به هم وسي.»

افغان امنيتي ځواک ته د وسلو ورکول

د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف ويلي دي چي مسکو پلان نه لري افغان امنيتي ځواک ته دي پر سپکو وسلو سربيره نوري وسلي هم ورکړي.

هغه ويلي دي چي مسکو د روان کال په فيبرورۍ مياشت کي افغانستان ته سپکي وسلې (کلاشنيکوفونه) ورکوي او د نورو وسلو د ورکولو پلان نه لري: «په فيبرورۍ مياشت کي به افغانستان ته سپکي وسلې ورکړو او دا بسنه کوي.»

تر دې دمخه ويل سوي ول چي روسيه به د روان کال په جنوري مياشت کي افغانستان ته سپکي وسلې ورکړي.

مسکو ته د حکمت کرزي سفر وځنډېد

کابلوف دغه راز په دغه مرکه کي ويلي دي چي په روانه مياشت (جنوري) کي مسکو ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي سفر ځنډېدلی دئ.

کابلوف د حکمت کرزي د سفر د ځنډېدو په اړه نور معلومات ورکړي نه دي. خو گومان کيږي چي د هغه سفر به په کابل کي د رواني مياشتي پر ۱۷ نېټه د سولي د خبرو اترو د دوهمي غونډي د جوړېدو په خاطر ځنډېدلی وي.

د دوشنبې په ورځ په اسلام آباد کي د پاکستان په کوربه توب غونډه کي پريکړه وسوه چي له طالبانو سره د سولي د خبرو اترو د پيلېدو بله غونډه به د افغانستان، امریکا، چين او پاکستان د استازي ترمنځ په کابل کي وي.