1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين د خپل ولس تر فشار لاندي دئ

۱۳۹۰ دی ۴, یکشنبه

په مسکو کي په لس ګونو زرو خلکو د صدراعظم ولاديمير پوتين د حکومت پر ضد را پورته شوي او د شخړه ييزو پارلماني ټاکنو د پايلو پر ضد ئې غږ پورته کړی دئ.

https://p.dw.com/p/13Z3H
په مسکو کي ستر لاريون
په مسکو کي ستر لاريونانځور: dapd

په تيرو دوو لسيزو کي دا لومړی ځل دئ، چي د کرملين د مشرۍ پر ضد په پلازمېنه مسکو کي يوه ستره مظاهره تر سره کيږي. پوليس وايي چي ۲۸ زرو خلکو برخه پکښي اخستې وه، خو د حکومت مخالف اړخ بيا حتا د۱۲۰ زرو مظاهره کوونکو د ګډون ادعا لري.

مظاهره چيانو شعار ورکاوه:« روسيه نور پوتين نه غواړي.» هغوئ د روسيې پر واکمن ګوند چي مشري ئې د پوتين پر غاړه ده، تور لګاوه چي په پارلماني ټاکنو کي ئې درغلۍ کړي دي.

په روسيه کي تر پارلماني ټاکنو وروسته د خلکو غوصه راپارېدلې ده او نه يوازي د آزادو او له انحصار څخه پرته د نويو پارلماني ټاکنو غوښتنه کوي، بلکي د پوتين او ولسمشر ديميتري ميدويديف د واکمني د پای له پاره ئې غږ پورته کړی دئ.

ميدوديف څو ورځي مخکي د يو لړ سياسي اصلاحاتو له پاره ژمنه وکړه، چي د هغوئ په جمله کي يو هم د آزادو ټاکنو له لاري د روسيې د فيدراسيون د ولايتونو د واليانو ټاکل دي.

دغه لوړ پوړي کسان اوس د مرکزي حکومت له خوا ټاکل کيږي. خو د حکومت مخالفين دغه ډول اصلاحات کافي نه بولي.
د روسييې عام خلک وايي، چي د هيواد مشري د هغوئ غوښتني بايد په پام کي ونيسي.

يو ښځه چي د شنبې د ورځي په مظاهره کي ئې ګډون کړی وايي:«دوئ بايد پوه شي چي زه هم ژوند لرم. زما نظر ته هم بايد غوږ ونيول شي. نه يوازي ماته بلکي د ځوان نسل ږغ ته.»

د شنبې د ورځي په ستره مظاهره کي په يو ستر شعار کي د پارلماني ټاکنو د مرکزي کمېسيون د مشر، ولادمير چووروف د استعفا غوښتنه هم وشوه. دغه راز په ناڅاپي توګه د روسيې د ماليي پخواني وزير الکسي کوردين هم له مظاهره کوونکو سره لاس يو کړ.

کوردين وويل:«چووروف بايد له خپلي دندي ګوښه کړل سي. د ټاکنو د کمېسيون په سر کي بايد هغه څوک مقرر شي چي د خلکو له اعتبار څخه برخه من وي. موږ ډيري ژمني واورېدې، خو لږ عمل مو وليد. زه وړانديز کوم چي يوه پلاوي دي وټاکل شي چي د سياسي  اصلاحاتو د غوښتنو يوه مسوده جوړه کړي.»

ډيری څارونکي په دې نظر دي، چي په مظاهرو کي د روسيې د ماليي د پخواني وزير، کوردين ګډون د روسيې د ديموکراسي غورځنګ ته يوه نوې بڼه ورکړه. هغه درې مياشتي مخکي د ولسمشر ميدوديف له خوا له خپلي دندي ګوښه کړل سو.

ويل کيږي چي کوردين له ولسمشر سره جوړ نه وو، خو له صدراعظم پوتين سره ئې له نزدې اړيکي درلودې. حتي څو ورځي مخکي پوتين له نوموړي څخه په يوه تلويزوني مرکه کي ډيره ستاينه وکړه.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل