1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين د اوکراين سرحد د سخت کنترول امر کړی دی

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ خرداد ۱۸, یکشنبه

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين امر کړی دی، چي له اوکراين سره په سرحد کي بايد کنترول نور هم ډير سي. دغه اقدام د اوکراين د نوي جمهور رئيس تر لوړي کولو يوه ورځ وروسته تر سره کيږي.

https://p.dw.com/p/1CEUN
انځور: AFP/Getty Images

د روسيې خبري آژانس انتر فکس د کرملين د چارواکو په حواله خبر ورکړی دی چي ولاديمير پوين د شنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جون ۷) امر کړی دی چي له اوکراين سره په سرحد کي دي د غير قانوني تگ راتگ مخه ونيول سي.

اوکراين ادعا کړې ده چي د دغه هيواد ختيځ ته ياغيان له روسيې څخه ورځي. د روسيې او اوکراين ترمنځ سرحد په لږ څارلو سره شهرت لري.

د اوکراين نوي جمهور رئيس پيترو پوروشينکو د شنبې په ورځ د لوړي مراسمو پرمهال وويل چي تيار دی «روسي پلوه جنگياليو» ته لاره پرانيزي، څو د دغه هيواد له ختيځ څخه ووځي.

د اوکراين نوی فصل

پوروشينکو د لوړي مراسمو پرمهال له ۵۰ هيوادنو څخه د ورغلو مشرانو او استازو په مخکي ژمنه وکړه چي د اوکراين «يووالی» به ساتي. دا په داسي حال کي ده چي د دغه هيواد په ختيځ کي روسي پلوه بېلتون غوښتونکي له حکومتي ځواکونو سره په جگړه کي ښکېل دي.

د فرانسې په نور مادي کي د «ډي ورځي» د لمانځلو په حاشيه کي د پوتین، پوروشينکو او انگېلا ميرکل ملاقات
د فرانسې په نور مادي کي د «ډي ورځي» د لمانځلو په حاشيه کي د پوتین، پوروشينکو او انگېلا ميرکل ملاقاتانځور: Reuters

پوروشينکو په اوکراين کي له وسله والو کسانو څخه وغوښتل چي خپلي وسلې پر مځکه کښېږدي. هغه دغه راز هغو کسانو ته چي «لاسونه يې په وينو لړلي دي» د عفو اعلان وکړ.

پوروشينکو دغه راز له روسيې سره د اړيکو پر بيا رغولو باندي ټينگار وکړ: «تر څو چي له روسيې سره اړيکي نه وي رغول سوي د اوکراين اوسېدونکي به هيڅ وخت له سولي او امنيت څخه خوند نه واخلي.»

هغه دغه راز وويل چي د کريميا نيمه ټاپو په اړه به له روسيې سره هيڅ ډول جوړجاړی نه وکړي. کريميا نيمه ټاپو د روان کال په مارچ میاشت کي د يوې ټولپوښتني له لاري له روسيې سره يوځای سو. د اوکراين نوي جمهور رئيس وويل: «کريميا د اوکراين یوه برخه وه او برخه ده.»

له اروپا سره همکاري

پوروشينکو دغه راز وويل چي هغه پتېيلې ده ډېر ژر به له اروپا سره «د همکاری سند» لاسلیک کړي. د پوروشينکو تر مخه له اروپا سره د دغه سند له لاسيکلو څخه ويکتور يانو کوويچ ډډه وکړه چي وروسته دغه اقدام د هغه د راپرځولو سبب سو.

۴۸ کلن ميلياردر پوروشينکو له هغه وخت راهيسي چي اوکراين له پخواني شوروي اتحاد څخه جلا سو (۱۹۹۱) پنځم ولسمشر دی.