1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: د افغانستان په ملي پخلاينه کي دي مرسته وسي

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ تیر ۴, جمعه

د روسيې جمهور رئيس د شانگهای سازمان پر غړو هيوادونو ږغ کړی دی چي له افغانستان سره د ملي پخلايني په برخه کي مرسته وکړي. په تاشکند کي د شانگهای غونډي ته ولسمشر غني هم ورغلی.

https://p.dw.com/p/1JCOe
انځور: picture-alliance/A. Druzhinin/RIA Novosti

د روسيې جمهور رئيس ولاديمير پوتين په تاشکند کي د شانگهای د همکاريو سازمان په غونډه کي وويل چي له افغان همکارانو سره باید بې له ځنډه د تروريزيم پر ضد مبارزه کي فعاله ونډه واخيستل سي.

هغه وويل: «دا ډېره مهمه ده چي په افغانستان کي د تروريزم او افراطيت پر وړاندي مبارزې او مخدرو موادو د کښت او قاچاق د مخنیوي له پاره له خپلو افغان همکارانو سره د دغه هيواد د ملي پخلايني او اقتصاد په ښه توب کي مرسته وسي.»

یوه ورځ دمخه د افغانستان له پاره د روسيې د جمهور رئيس ځانگړي استازي ضمير کابلوف، ويلي ول چي د افغانستان اوسني ناخوال وضعيت ته په کتو سره مسکو تر اوسه پوري داسي شرايط نه ويني چي د افغان چارواکو او وسله والو مخالفينو ترمنځ دي ئې مخامخ خبري پيل سي.

د شانگهار د همکاريو سازمان دوه ورځنی غونډه (د جون ۲۳ او ۲۴مه) سږکال د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کي جوړه سوې ده. په دغه غونډه کي د افغانستان جمهوررئيس محمد اشرف غني هم گډون کړی. افغانستان د شانگهای د همکاريو سازمان څارونکی غړی دئ.

ويل سوي دي چي ولسمشر غني به د دغي غونډي په جريان کي د ازبکستان له چارواکو سره جلا کتنه ولري او دغه راز به د پاکستان له لومړي وزير نوازشريف سره هم د سرحدي شخړي په اړه ملاقات ولري.

د شانگهای د همکاریو سازمان اصلي غړي هيوادونه چي سږکال خپله ۱۵کلني لمانځي، قزاقستان، قرغزستان، چين، روسيه، تاجيکستان او ازبکستان دي. د دغه سازمان څارونکي غړي افغانستان، سپینه روسيه، هند، ايران، منگوليا او پاکستان دي او د ډيالوگ همکار هيوادونه ئې اذربايجان، امرمنستان، کمپوچيا، نيپال، ترکيه او سريلانکا دي.