1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين: خبره بايد د لښکر تر را ايستلو پوري ونه رسيږي

۱۳۹۱ مرداد ۱۵, یکشنبه

د روسيې جمهوررئيس وايي، چي لوېديځ بايد په افغانستان کي خپلي دندې تر پايه پوري ورسوي او بيا دي د وتلو په خيال کي سي.

https://p.dw.com/p/15kCQ
انځور: AP

ولاديمير پوتين د روسيې د پراشوټي ځواک سره د ليدني پرمهال ويلي دي، هغه ټول کارونه چي لوېديځ په افغانستان کي پيل کړي دي، تر پايه ئې بايد ورسوي:

«دا ډير د خواشينۍ ځای دئ، چي ټول هغه هيوادونه چي د افغانستان په واقعيو کي داخل دي غواړي چي له دغه هيواد څخه کار ناتمامه خپلي پښې وباسي.»

ناتو له افغانستان څخه خپل نظامي تجهيزات د روسيې له لاري ترانيزت را باسي. د روسيې جمهوررئيس ولاديمير پوتين وويل، چي له ناټو سره د نظر د مخالفت سره سره بیا هم په داسي مسائيلو کښي لکه، د دريابي غلو او تروريزم سره په مبارزه کي مرسته کوي.

هغه ټينگار وکړ، چي دا ټول کارونه د خپلو ملي منافعو له پاره کوي. پوتين له پراشوټي ځواک سره د ليدني پرمهال پوښتنو ته د جوابونو په ترڅ کي وويل، چي له ناتو سره همکاري کوي، ځکه چي غواړي د خپل هيواد په جنوبي سرحداتو کي ئې کراري وي.

د هغه په خبره اوس لا د افغانستان د حکومت له پاره ستونزمنه ده، چي په يوازي سره په هيواد کي دننه مشکلات حل کړي:

«اوس په افغانستان کي د ناټو ځواکونه مېشت دي. موږ بايد له هغوی سره مرسته وکړو. پريږدئ چي هغوی هلته و جنگيږي.»

هغه د روسيې د پراشوټي ځواک سرتيرو ته مخ ورواړه او وئې ويل: «زه پوهيږم چي که موږ ته خطر متوجه سي زموږ لښکر او تاسي پراشوټي ځواک دې ته تيار ياست، چي عمل وکړئ. خو دا زموږ سياستوالو دنده ده، چي پر نه ږدو، داسي غلطۍ وسي چي لښکري دي را وباسو.»

پوتين زياته کړه، چي په نورو ډيرو مسائيلو کښي له ناټو سره هم نظره نه دي او بل ډول چلند ورسره کوي. هغه يادونه وکړه، چي د ناټو تړون هغه مهال جوړ سو چي « دوی ويل د پخواني شوروي اتحاد او وارسا تړون له اړخه خطراحساسوي. اوس خو له هغو خطرونو څخه يو هم نسته. خو ناټو لا پاته ده.

هغه زياته کړه:«ځکه نو دوی د ځان له پاره په يو کار، مخالفانو پسې گرځي؛ خو په دغه برخه کښي هغوی پرحق دي او موږ له هغوی سره مرسته کو.»

انترفکس/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: سید رياض