په 2009 کال کي زور زياتی خپلي نوي لوړي کچي ته رسېدلی دی
۱۳۸۸ خرداد ۲۲, جمعهدا، په 2001 ميلادي کال کې د طالبانو له رانسکوريدو وروسته، تر بل هر وخت نه زياته اندازه ده .
وړاندې ويل شوي، چې د 2008 ميلادي کال د جون په مياشت کې، په هفته کې له 250حملو څخه يو څه کمي شمېرل کېدې، او د 2004 ميلادي کال د جنورۍ په مياشت کي د ياغيانو د حملو شمېر تر پنځوسو(50) لږ وو.
دا حملې د امريکايي ځواکونو، شمالي اطلس د دفاعي ټلوالي ناټو پر عکسرو، افغان پوځ او پوليسو او هم پر حکومتي او ملکي هدفونو باندي سر ته رسېدلي دي .
نوموړي جنرال، د امريکې د مشر بارک اوباما لخوا د ياغيانو په وړاندې مبارزه کې د ستراتېژۍ د بدلون په نظر کې نيولو سره، د سختو په مخکې پرتو مياشتو خبره کړېده .
د هغه يوه رپوټ له مخې چې د رويتر آژانس په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له سرچينو څخه لاس ته وروړی، د 2009 ميلادي کال د جنورۍ له مياشتې څخه د مۍ تر مياشتي پوري ، د ياغيانو حملې په سلو کې 59 برخي زياتي شوي وې . دا اندازه د 2007 او 2008 ميلادي کالونو په همدې مده کې له دوه چنده څخه زياته ده . هغه وخت د نظامي افسرانو له قوله د ياغيانو حملې په سلو کې 25برخي ډېري شوي وې . په 2008 ميلادي کال کې دا اندازه په سلو کې 33 برخې وه .
داويد پطريوس وړاندې په ډاگه کړې، په افغانستان کې به د زورزياتي ډېرښت د اولسمشر بارک اوباما د پاره سياسي خطر زيات کړي .
د امريکې متحده ايالتونو، د 2008 ميلادي کال په پرتله د خپلو ځواکونو شمېر له 23000 تنو څخه 56000 تنو ته جگ کړی ،او د پطريوس د څرگندونې له مخې به د روان کال تر مني پورې دا اندازه 68000سرتېرو ته رسول کيږي .
څېړونکو دا گواښ کړی دئ، چې د ياغيانو پر ضد ستراتيژي به د امريکايانو د پاره خطر زيات کړي او د هغه هېواد د ننه به له دې جگړې څخه پلوي ډېره کمه شي .
نظامي افسران د دې پرمختگ او ډېرښت ملامتيا په نرم ژمي باندي وراچوي، کوم چې طالبانو او نورو ياغيانو ته دا امکان په لاس ورکړی وو، چې له پاکستان څخه افغانستان ته ولاړ شي .
د ISAF د وينا له مخې، د جنورۍ له مياشتې څخه د مۍ تر مياشتې پوري، د ناټو او افغان پوځ د نظامي عملياتو يو پر دريه زياتېدني هم، مقابل زورزياتی ډېر کړی دئ .
د ISAF رپوټ د جنورۍ له مياشتي څخه د مۍ تر مياشتي پوري د افغانستان په جنوب کې د حملو زياتوالی په سلو کې 78برخي بولي . په ختيز افغانستان کې بيا دا اندازه په سلو کې 41 برخي وه او په لويديز کې په سلو کې 73برخې . د همدې رپوټ له مخې، د 2009 ميلادي کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د مخامخ ډزو کچه په سلو کې 61 برخي زياته شوې، په داسي حال کې چې د سرک د غاړي د بمونو شمېر په سلو کې 64 برخو ته ختلی دی .
له بله پلوه په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او ناټو نوی ټاکل شوی قوماندان جنرال Stanley McChrystal نن په بروکسل کي په رسمي ډول سره معرفي شوی او کابل ته تلونکی دئ . نوموړی جنرال د چهارشنبې په ماښام د امريکې د سنا لخوا ومنل شو.
جنرال McChrystal د ځانگړو پوځي عملياتو متخصص دئ او د داويد مک کرنان David McKiernan ځای نيسي . د نيويارک ټايمز له قوله، نوموړي جنرال ته، په افغانستان کې په برياليتوب سره د خپلو دندو د سر ته رسولو په غرض زياد صلاحتيونه ورکړل شويدي . دی به په خپله خوښه سره داسې يوه نظامي ډله هم جوړوي، کومه به چې 400 تنه ولري او د دريو کالونو د پاره به د افغانستان او امريکې تر منځ بدليږي .
RTRE/ عارف وردګ
کتونکی : محمد قاسم نوري