1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۷۰ هيوادونو کي پر ښوونځو باندي يرغلونه سوي

آژانسونه۱۳۹۳ بهمن ۲۱, سه‌شنبه

ملگرو ملتونو په خپل نوي راپور کي ويلي دي چي په څو تيرو کلونو کي د نړۍ په ۷۰ هيوادونو کي پر لومړنيو ښوونځيو باندي يرغلونه سوي دي. دغه يرغلونو تر ډېره د نجونو پر ښوونځيو يا ښځينه ښوونکو باندي سوي.

https://p.dw.com/p/1EYti
انځور: picture-alliance/AP Photo/B.K. Bangash

د بشري حقونو په برخه کي د ملگرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۵م کال د فيبرورۍ ۹مه)، د نړۍ په بېلو بېلو هيوادونو کي د نجونو پر ښوونځيو باندي د يرغلونو په اړه راپور خپور کړی دئ.

په دغه راپور کي پر نجونو باندي له هدفي وژنو څخه خبرداری ورکړل سوی دئ، او هغه ئې غندلي دي.

په راپور کي دغه راز راغلي دي، چي د دغو ديني ايديالوژيکي يرغلونو موخه له نجونو څخه د زده کړو حق اخيستل او د هغوی د کورنيو بيرول دي، چي خپل اولادونه ښوونځيو ته ونه لېږي.

په راپور کي د پيښور پيښي ته اشاره سوې ده چي د ۲۰۱۴م کال په دسمبر مياشت کي په يوه ښوونځی کي نزدې ۱۰۰ تنه کوچنيان ووژل سول. په راپور کي دغه راز د ترهگري ډلي بوکوحرام هغه يرغل ياد سوی دئ، چي له يوه ښوونځی څخه ئې ۲۷۰ تنې نجوني وتښتولې.

د بشري حقونو په برخه کي د ملگرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ په راپور کي په ۲۰۱۲م کال کي پر ملالي يوسفزی باندي يرغل هم ذکر سوی دئ.

د دغه راپور پر اساس، له ۲۰۰۹م څخه تر ۲۰۱۴م کاله پوري د نړۍ په ۷۰ هيوادونو کي، چي کانگو، السلوادور، هايتي، اندونيزيا، عراق، مالي، ميانمار، فيليپين او سوريه هم پکښي شامل دي د نجونو پر لومړنيو ښوونځيو باندي هدفي يرغلونه سوي دي.

ملگرو ملتونو په دغه راپور کي اعلان کړی دئ، چي په ډيرو هيوادونو کي ښوونځي نور د زده کوونکو له پاره خوندي نه دي او د نجونو لږ زده کړي د دې سبب کيږي، چي هغوی په راتلونکې کي نور هم له کورني زورزياتي سره مخامخ او د انساني قاچاقبرانو هدف وگرځي.

د بشري حقونو په برخه کي د ملگرو ملتونو عالي کمېشنري په ټوله نړۍ کي د نجونو او هلکانو د برابرو زده کړو د حق غوښتونکې ده.

په راپور کي په افغانستان کي پر نجونو زده کوونکو باندي د تېزاب پاشلو موضوع هم ياده سوې ده.

پر دې سربيره په کانگو، السلوادور، هايتي، اندونيزيا، عراق، مالي، ميانمار، فليپين او سوريه کي پر ښځينه ښوونکو باندي د جنسي تيريو خبره هم سوې ده.