1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۳۰ کال کې به د نړۍ اقتصاد څرنګه وي؟

۱۳۹۱ خرداد ۲۷, شنبه

کارپوهان وایي چې په ۲۰۳۰ کال کې به چین د نړۍ تر ټولو پیاوړی اقتصاد وي. هغوی زیاتوي چې په دې کال کې به ډیر شمیر نور د پر مختیا په حال کې هیوادونه هم د پام وړ پر مختګ وکړي.

https://p.dw.com/p/15GPx
انځور: picture-alliance/dpa/BMW

په راتلونکې کې د نړۍ د اقتصاد په اړه وړاندوینه اسانه کار نه دﺉ. د نړۍ اوسنیو بدلونونو ته په کتو سره سړی نه شي کولای چې د راتلونکې د اقتصاد په اړه دقیقې وړاندې وینې وکړي خو بیا هم کارپوهان د دې کار له پاره هڅې کوي.

د اقتصادي چارو کارپوه برت روروپ، او د هنډلس بلټ په نامه اقتصادي ورځپاڼې مشر دیرک هالمن په ګډه سره د «پرثمره کلونه - ولې المان یوه روښانه راتلونکې لري؟» تر نامه لاندې یو کتاب لیکلې دﺉ چې پکښې ‎په ۲۰۳۰ کال کې د نړۍ د اقتصاد انځور وړاندې شوی دﺉ.

د دوې د وړاند وینې پر اساس سره له دې چې امریکا متحده ایالات به وروسته له ۲۰ کلونو د ۲۱ میلیارده او ۲۰۰ میلیونه ډالرو په درلودلو سره بیا هم د ناخالص داخلې تولید تر ټولو لوړ رقم ولري، خو په دې کال کې به چین د ۱۹ میلیارده او ۴۰۰ میلیونه ډالره ناخالص عاید په لرلو سره له امریکا سره ډیر لږ واټن ولري‎.

اسیايي هیوادونه په دې برخه کې په دریمه درجه کې ځای لري. دا په داسې حال کې ده چې چین په ښکاره ډول له هند څخه مخکې دﺉ. المان چې اوس د نړۍ څلورم لوې اقتصادي قدرت دﺉ د دغو دواړو کارپوهانو په اند په ۲۰۳۰ میلادي کال کې به تر برازیل څخه وروسته په شپږم مقام کې ځای ولري.

د سیاسي چارو د پراختیا د انستیتیوت د مشر دیرک میسنر، په اند په ۲۱مې پیړۍ کې به لویدیځ له اقتصادي لحاظه پر نړۍ باندې مسلط نه وي. هغه وايي چې د اقتصادي ودې د ابعادو د درک کولو له پاره باید له ۱۹مې پیړۍ څخه پیل وکړ:

«د ۱۸۴۰ کال یعنې د صنعتي انقلاب د پيل او د ۱۹۶۰ کلونو په منځ کې په نړیواله کچه یوازې دوو هیوادونو د لویدیځ د صنعتي هیوادونو په پرتله په چټکۍ سره وده کړی. دا په دې معنې چې صنعتي انقلاب هغه بهیر وو چې د لویدیځ د پرمختګ سبب شو او پاتې نړۍ ﺉې ترشا پریښوده. له ۱۹۶۰ کال څخه تر ۱۹۹۰ کاله پورې ۲۵ هیوادونو د لویدیځو هیوادونو په پرتله چټک پرمختګ کړی دﺉ. د پرمختګ په حالت کې د هیوادونو له ډلې څخه یو شمیر هیوادونو وکولاې شو چې له دغې ودې سره ځان یوځای کړي. په وروستیو ۲۰ کلونو کې ۷۵ مخ پر ودې هیوادونو د پخوانیو صنعتي هیوادونو په مقایسه دوه برابره وده کړې ده.»

د میسنر له نظره دا په دې معنی ده چې د نړیواله کیدو پدیده د اقتصادي همکاریو د پراختیا د سازمان د غړو هیوادونو او د مخ پر ودې هیوادونو د سطحې د یوالي سبب ګرځیدلې ده.

هغه په دې کې شک نه لري چې په ۲۰۳۰ میلادي کال کې به چین د نړۍ تر ټولو لوې اقتصادي قدرت وي، خو د چین د لیبرالیزه کیدو په برخه کې تردید لري.

دویچه ویله/ شمس الرحمان ناصر
کتونکی: مسعود جهش