په ۲۰۱۶م کال کي جرمني ته څومره مهاجر راغلي او اخراج سوي دي
په ۲۰۱۶م کال کي جرمني ته نژدې ۳۰۵ زره مهاجر راغلي ۲۴زره اخراج سوي او نژدې ۵۵زره بيرته پخپله خوښه هيوادونو ته ستانه سوي دي. په دې اړه انځوريز راپور دلته کتلای سئ.
په ۲۰۱۶م کال کي حرمني ته څومره مهاجر راغلي؟
په دغه کال جرمني ته ۳۰۵زره نوي مهاجر راغلل چي نژدې ۴۷۰۰۰ پکښې افغانان دي او نور د سوريې، عراق، ايران او ايريتريا وگړي بلل سوي دي.
د مهاجرو د پناه غوښتنليکونه څومره وه؟
د ۲۰۱۶م کال د نوامبر مياشتي تر پايه پوري ۷۲۳ مهاجرو د پناه غوښتني کړې چي د دوی ډېری په ۲۰۱۵م کال کي جرمني ته راغلي ول. له دې ډلي څخه د ۶۱۵۰۰ کسانو د پناه غوښتنه منل سوې ده.
څومره ئې په نورو هيوادونو کي د پناه غوښتنه کړې وه؟
د روان کال له جنورۍ څخه تر نوامبر مياشتي د «اروپا د اطلاعاتو بانک» کي د ۲۲۶زرو کسانو د پناه غوښتنه ثبت سوې ده چي له دې ډلي څخه ۸۴۸۵۰ کسانو ئې په يوه بل اروپايي هيواد کي هم ځانونه ثبت کړي ول. ۱۴۱۱۵۰ بيا داسي کسان دي چي په غير قانوني توگه د اروپايي ټولني يوه بل غړي هيواد ته تللي دي.
څومره اخراج سوي دي؟
له جرمني څخه د روان کال د نوامبر مياشتي تر پايه پوري ۲۳۷۵۰ مهاجر اخراج سوي دي، چي تر ۲۰۱۵ ډېر او ۲۰۱۴م کال دوه برابره ډېر دي. په دوی کي ډېری افغانان هم دي.
څومره پخپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه سوي؟
د رسمي معلوماتو له مخي په ۲۰۱۶م کال کي له جرمني څخه نژدې ۵۵زره مهاجر بيرته پخپله خوښه خپلو هيوادونو ته ستانه سوي دي. له هغو کسانو سره چي پخپله خوښه ستنيږي د جرمني حکومت مالي مرستي هم کوي. ويل کيږي چي تر ۱۲۰۰ يورو پوري هم ورکول سوي دي.
سرحدي کنترول چيري دئ؟
د جرمني او اتريش ترمنځ سرحد د جرمني له خوا د موقت وخت له پاره کنترولیږي. د دغه سرحد کنترول به د ۲۰۱۷م کال تر فيبروري مياشتي پوري دوام وکړي. له دغي د بلکان مسير ډېر مهاجر جرمني ته ځانونه رسوي.
د جرمني له سرحدونو څومره مهاجر بيرته جواب سوي؟
د جرمني يوې ورځپاڼي «نويه اوسنابروگه څايتونگ» د فدرالي پوليسو د معلوماتو له مخي ليکلي دي چي په ۲۰۱۶م کال کي د دغه هيواد له سرحدونو څخه نژدې ۲۰۰۰۰ مهاجر بيرته جواب سوي دي. د دوی ډېری افغانان بلل سوي دي.