1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۵ کال کې آلمان ته نږدې دوه ملیونه مهاجر راغلي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

که له یوې آلمان ته د راتلونکو مهاجرو شمیر خپل اوج ته رسیدلې، له بلې خوا له دغه هیواد څخه د بیرته وتلونکو بهرنیانو شمیر هم د ریکاډ حد ته لوړ شوې. د آلمان د احسایې دفتر په دې هکله عاجل اټکلي ارقام خپاره کړي دي.

https://p.dw.com/p/1IH7T
انځور: DW/D.Tosidis

اټکل کیږي چې د مهاجرو اصلي شمیر به له وړاندې شوو ارقامو څخه ډیر لوړ وي. په ویس بادن ایالت کې د آلمان خبري اژانس د رپوټ پر بنسټ تیر کال آلمان ته نږدې دوه ملیونه مهاجر راغللي دي. آلمان ته په دومره لوړ شمیر کې د مهاجرو راتگ د دغه هیواد په تاریخ کې سارې نه لري.

د دغه عاجل راپور پر بنسټ چې د آلمان د احسایې ادارې د دوشنبې په ورځ په ویس بادن کې خپاره کړي دي. په ۲۰۱۵ کال کې ۸۶۰۰۰۰ بهرنیان یا مهاجر له آلمان څخه بیرته وتلي دي.

د چارواکو په حواله دا تر اوسه پورې د مهاجرت تر ټولو لوړ رقم دی. د دغو چارواکو په حواله آلمان ته د راغلو او له دغه هیواد څخه بیرته د وتونکو مهاجرو تناسب ته په کتلو سره په ۲۰۱۵ کال کې د مهاجرو شمیر ۱،۱۴ ملیونو ته رسیږي، چې دا دغه هیواد په تاریخ کې د مهاجرت تر ټولو لوړ رقم دی.

په ۲۰۱۴ کال کې آلمان ته د راغلو مهاجرو شمیر ۱،۳۴۳ ملیونه او له دغه هیواد څخه نورو هیوادونو ته د تلونکو کسانو شمیر ۷۶۶۰۰۰ ښودل شوې وو. په دې ترتیب سره د دوی تر منځ د ۵۷۷۰۰۰ توپير موجود دی.

په ۲۰۱۵ کال کې آلمان ته د راتلونکو مهاجرو ۴۹ سلنه لوړ شو، او له دغه هیواد څخه د بیرته وتلونکو بهرنیانو یا مهاجرو په شمیر کې ۱۲ سلنه زیاتوالې راغې. د آلمان د احسایې دفتر د رپوټ پر بنسټ په دې توگه د«مهاجرت تناسب په ۲۰۱۵ کال کې نږدې دوه چنده شوی دی.»

په عین وخت کې په ۲۰۱۵ کال کې ۸۶۰۰۰۰ بهرنیان له آلمان څخه وتلي دي.
په عین وخت کې په ۲۰۱۵ کال کې ۸۶۰۰۰۰ بهرنیان له آلمان څخه وتلي دي.انځور: picture-alliance/dpa/A. Weigel

په ۲۰۱۴ کال کې له یو شمیر نورو اروپایې هیوادونو څخه مهاجر آلمان ته راتلل او یوازې په موقتي توگه په دغه هیواد کې پاتې کیدل. د دغه رپوټ پر بنسټ «د مهاجرت شکل اوس بدل شوی دی، اوس هغه مهاجر آلمان ته رازي کوم چې د پناه غوښتنې په تلاش کې دي.»

د آلمان د احسایې دفتر د ارقامو پر بنسټ په ۲۰۱۵ کال کې آلمان ته د داخل شوو او له دغه هیواد څخه د بیرته وتونکو مهاجرو د شمیرو نتایج په دقیق ډول نه دي محاسبه شوي.

د ۲۰۱۵ کال په پای کې په آلمان کې د راجیستر شوو بهرنیانو شمیر له ۸،۱۵ څخه ۹،۱۱ ته لوړ شو. د مختلفو دلایلو له امله په احسایې کې بدلون راغلی دی. په دې ترڅ کې ۳۰ زره ماشومان نوي زیږیدلي دي. همدارنگه ۱۱۱ زره کسانو د آلمان تابعیت ترلاسه کړی چې له امله یې نومونه هم د مهاجرو له لیست څخه ایستل شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب