1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۱م کال کې په افغانستان کې د کریکټ په برخه کې بریاوې

۱۳۹۰ بهمن ۱۰, دوشنبه

د کریکټ بورډ د چارواکو په وینا د ۲۰۱۱م کال د دوي له پاره د بریاو او لاسته راوړونو څخه ډک کال وو. چې پکښې د ۱۹ کلونو ځوانانو د لوبډلې د ۲۰۱۲ نړیوال جام ته لار موندنه او د ملي لوبډلې د آسیا د شل اوریزو اتلولي خپلو شامل دي

https://p.dw.com/p/13sr5
د کریکټ ملي لوبډله په ډیر لږ وخت کې په نړیواله کچه ډیره ښه ځلیدلې
د کریکټ ملي لوبډله په ډیر لږ وخت کې په نړیواله کچه ډیره ښه ځلیدلېانځور: AP


د افغانستان د کریکټ بورډ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په تیر کال کې ئې ډیرې لاس ته راوړنې لرلي چې د هغې له جملې څخه یو شمیر مهمې لاس ته راوړنې دلته په گوته شوي.

مالي ملاتړي (سپانسران)

کریکټ بورډ په تیر کال کې د یو لړ شرکتونو سره تړونونه لاسلیک کړي. چې په دې برخه کې د اتصالاتو د شرکت سره ئې یو تړون لاسلیک کړی. د اتصالاتو مخابراتي شرکت به د افغانستان کریکټ بورډ ته هر کال ۳۰۰ زره امریکایي ډالره ورکول چې دغه اوس په کال کې یو میلیون ډالرو ته لوړ شوي.

د همکارۍ د دې تړون له مخې، د اتصالاتو مخابراتي شرکت به د کابل او جلال اباد په ښارونو کې د کریکټ د دوو اکاډميو په جوړولو کې هم مرسته کوي.

اتصالات د ملي لوبډلې رسمي سپانسر کونکی شرکت دئ
اتصالات د ملي لوبډلې رسمي سپانسر کونکی شرکت دئانځور: Afghan Cricket Board

پرمختیایي چارې (لوبغالي او اکاډمیانې)

په ننګرهار او کابل کې د کریکټ د دوو نړیوالو میدانونو جوړول، په مزارشریف، سمنګان ، کندز او یو شمیر نورو ولایتونو کې دلوبغالو او اکاډمیانو جوړول دي.

له پاکستان سره درې یو ورځنۍ سیالۍ

د لومړي ځل لپاره د پاکستان له الف لوبډلې سره درې یو ورځنۍ سیالۍ په لاره واچول شوې، دغه سیالۍ چې په اسلام اباد، پنډۍ او په فیصل آباد کې ترسره شوې د لومړي ځل له پاره په کور دننه د تلویزیون له لارې په ژوندۍ بڼه هیوادوالو ته وښودل شوې.

د نړیوال روزونکي کبیرخان بیا ټاکل

دافغانستان کریکټ بورډ د کریکټ د ملي لوبډلې پخواني روزونکی کبیرخان تیرې کړنې یوځل بیا تر څیړنې لاندې ونیولې او بلاخره کریکټ بورډ دې پریکړې ته ورسید تر څو کبیرخان یوځل بیا افغانستان ته راوغواړي او د ملي لوبډلې روزونه یوځل بیا په غاړه واخلي .

په کابل او جلال آباد کې په نړیوال ستندرد دوه لوبغالۍ جوړې شوي.
په کابل او جلال آباد کې په نړیوال ستندرد دوه لوبغالۍ جوړې شوي.انځور: picture-alliance/Photoshot

دانټرکانټینیټال کپ سیالیو په لړ کې کاناډا ته ماتې

دافغانستان کریکټ ملي لوبډلې د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې د انټرکانټینیټال کپ سیالیو په لړ کې په خپله لومړنۍ څلور ورځنۍ لوبه کې کاناډا ته سخته ماتې ورکړه .

د دې ترڅنګ دافغانستان ملي لوبډلې دلومړي ځل له پاره له کاناډا څخه د نړیوالې یو ورځنۍ سیالیو سیریز وګاټه چې دا د فغانستان د کریکټ په تاریخ کې یوه لویه لاسته راوړنه وه.

همدا راز د افغانستان ملي لوبډلې په دوه پرله پسې شل اوریزو سیالیو کې کاناډا او امریکا ته ماتې ورکړه او بریالۍ هیواد ته راستنه شوه .

د نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د ۲۰۱۱ کال د آسیایي ایلیت کپ سیالیو اتلولي خپله کړه

دافغانستان کریکټ نولس کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د ۲۰۱۱ کال ایلیت کپ سیالیو اتلولي خپله کړه، په دغو سیالیو کې د لسو آسیایي هیوادونو لوبډلو برخه اخیستې وه چې افغانستان وکولای شول د دغو سیالیو اتلولي خپله کړي.

د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې د ۲۰۱۲ کال نړیوال جام ته لاره ومونده

ټاکل شوې ده چې د ۱۹ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو د کریکټ نړیوال جام سیالۍ به په ۲۰۱۲ کال کې په آسترالیا کې ترسره شي.

د نړیوال جام په سیالیو کې به د ۱۶ هیوادونو لوبډلې برخه واخلي چې له دغو لوبډلو څخه ئې لس د کریکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري او نیغ په نیغه لوبیږی او شپږ نورې لوبډلې دغوراوي سیالیو څخه ورته لاره مومي.

د راشد لطیف پر ځای یو ځل بیا کبیر خان د روزونکي په توگه ټاکل شوی.
د راشد لطیف پر ځای یو ځل بیا کبیر خان د روزونکي په توگه ټاکل شوی.انځور: AP

د نولس کلنو ځوانانو د نړیوال جام له پاره غوراوي سیالۍ د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې په ایرلینډ کې پیل شوې چې د افغانستان په ګډون لسو لوبډلو پکښې برخه اخیستې وه، په دغو هیوادونو کې دافغانستان، آیرلینډ، سکاټلینډ، کاناډا، نیمیبیا، امریکا، کینیا، پي این جي، نیپال او د وانتو هیواد لوبډلې شاملې وي.

افغانستان د لسو لوبډلو په کتار کې د ۱۰ نمرو په لرلو سره په څلورم مقام کې راغی او نړیوال جام ته ئې لاره ومونده.

د سارک په تورنمنټ کې د افغانستان ګډون

دافغانستان کریکټ د پنځه ویشت کلنو څخه د کم عمره ځوانانو لوبډلې د لومړي ځل له پار د سارک غړیو هیوادونو په سیالیو کې ګډون وکړ، دغه سیالۍ د ۲۰۱۱ کال د اکتوبر په میاشت کې په مالدیف هیواد کې پیل شوې چې د سارک غړیو اتو هیوادونو لوبډلو پکې ګډون کړی وو، د دغه هیوادونو په ډله کې افغانستان، پاکستان، هندوستان، نیپال ، بوتان،بنګلدیش، مالدیف او سري لنکا شامل دئ. په دغه سیالیو کې افغانستان دریم ځای خپل کړ.

افغانستان د دریم ځل له پاره د شل اوریزو سیالیو اتلولي خپله کړه.
افغانستان د دریم ځل له پاره د شل اوریزو سیالیو اتلولي خپله کړه.انځور: AP

افغانستان د دریم ځل له پاره د آسیایي شل اوریزو سیالیو اتلولي خپله کړه

دافغانستان کریکټ ملي لوبډلي په آسیاي شل اوریزو سیالیو کې چې لسو هیوادونو پکښې برخه اخیستې وه په پای لوبه کې هانګ ته ماتې ورکړه او د دریم ځل لپاره ئې د آسیایي شل اوریزو سیالیو اتلولي خپله کړه.

په دغو سیالیو کې لسو آسیایي هیوادونو افغانستان، هانګ کانګ، عمان، کوېټ، نيپال، ماليزيا، متحده عربي امارات، سعودي عربستان، بوټان او د مالديف لوبډلو برخه لرله.

بي پي ایل ته دافغان لوبغاړو پیژنده

دافغانستان کریکټ بورډ له لوري د لومړي ځل له پاره شپږ تنه پیاوړي لوبغاړي د بنګله دیش پریمیر لیګ سیالیو ته ور وپیژندل شول چې د هغوي له ډلې څخه حمید حسن غوره شوه.

حمید حسن د بنګله دیش پریمیر لیګ له خوا په ۴۰ زره امریکایي ډالره پیرل شوی دی، دغه سیالی به د ۲۰۱۲ کال په فبروۍ کې ترسره شي.

دویچه ویله/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل