په یو جومات کی په برید کې شپږ کسان ووژل شول
۱۳۹۰ آذر ۱۸, جمعهد کنر والي، فیض الله وحید، وویل چې پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې د دغه ولایت د غازي آباد د ولسوالي اوسیدونکې د جمعي د لمانځه وروسته خپلو کورونو ته د ستنیدو په حال کې ول:
«د برید اصلي هدف د غازي آباد د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان وو. برید کوونکي د مسجد دروازي ته نږدي خپل ځان وچاوه.»
د غازي آباد د ولسوالۍ د پولیسو قوماندان، یو استخباراتي مامور، دوه پولیس او دوه ملکې کسان په دغې پیښې کې وژل شوي دي. چاودنې اټه نور کسان ټپیان کړي هم دي.
طالبانو د پیښې پړه پر غاړه اخیستې ده. د کنر ولایت چې پاکستان سره ګډه پوله هم لري په تیرو کلونو کې یو له هغو سیمو څخه ده چې په کې د طالبانو او بهرنیو ځواکونو تر منځ ډیر وخت جکړې رامنځ ته کیږي.
په کنړ ولایت کې پر مسجد برید د کابل او مزارشریف د بریدونو څخه درې ورځې وروسته رامنځ ته شوې ده. په دغو پیښو کې ۶۳ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. د کابل او مزارشریف بریدونه په افغانستان کې د خپل ډول لومړي بریدونه دي.
د کابل او مزارشریف د بریدونو وروسته اوس افغان چارواکې بیره لري چې کیدای شي په افغانستان کې هم د پاکستان او عراق په څیر مذهبې جګړه پیل شي.
د طالبانو ویاند په پیښې کې ډیر شمیر پولیسو د وژل کیدو ادعا کړي، خو طالبان ډیری وخت په بریدونو کې د ډیرو تلفاتو د رامنځ کولو د ادعا لپاره شهرت لري.
آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: عبدالباري حکیم