1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یوې نوې تراژیدۍ کې ۳۵ مهاجر د آژه په سمندر کې ډوب شوي

آژانسونه/ شمس الرحمن ناصر۱۳۹۴ بهمن ۱۹, دوشنبه

په دوو جلا جلا پيښو کې د مهاجرو لیږدونکي دوه کیشتې د آژه په سمندر کې ډوبې شوي دي. په دغو پيښو کې ۳۵ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی. دغو کډوالو غوښتل چې د ترکیې له ساحل څخه په کیشتیو کې ځان یونان ته ورسوي.

https://p.dw.com/p/1Hrff
انځور: picture-alliance/dpa/O.Kizil /AA Agency

ترکي رسنیو رپوټ ورکړی دی چې ۲۴ تنه مهاجرو هغه وخت خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د دوی لیږدونکي کیشتۍ د دغه هیواد د بالیکیسیر ولایت په لویدیځ کې، ایدرمیک سیمې ته نږدې په اوبو کې ډوبه شوه. دغو مهاجرو غوښتل چې د یونان لیسبوس ټاپو ته ځان ورسوي.

د دوغان په نامه د ترکې خبري آژانس رپوټ ورکړی دی چې د ترکیې ساحلي گارد هوایې او سمندري ژغورنکې عملې د دغې کیشتۍ ۴ تنه سپاره ژغورلي دي.دا خبر تر هغې لږ څه وروسته خپور شو چې د ترکیې ساحل ته نږدې یوه بله کیشتۍ اوښتې وه. په دغه پيښه کې چې د ازمیر ښار ته نږدې رامنځته شوې وه ۱۱ مهاجرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

ترکیه چې شاوخوا د دوه نیم میلیونه سوریایې کډوالو کوربه دی د مهاجرو په یوه ترانزیتي سیمې بدل شوې دی. کډوال هڅه کوي چې د سمندر له لارې ځان یونان او له هغه څخه نورو اروپایې هیوادونو ته ورسوي.

د یونان ساحلي گارد په تیرو دوو ورځو کې سلگونه مهاجر په اوبو کې له ډوبیدو څخه ژغورلي دي. د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۵۳۰ تنه مهاجر چې په دې وروستیو کې د یونان ټاپو ته رسیدلي ول د دغه هیواد پیره ښار ته انتقال کړای شول.

د مهاجرو د کیشتې ډوبیدو پيښې په داسې یو وخت کې رامنځته کیږي چې د آلمان صدراعظمه انگلا میرکل ترکیې ته تللې ده. د هغې د سفر اصلي موخه اروپا ته د راتلونکو مهاجرو شمیر کمول په گوته شوی دی.

د ترکیې حکومت د ۲۰۱۵ کال په نوامبر میاشت کې له اروپایې اتحادیې سره یو تړون لاسلیک کړ چې د ۳ میلیارده ایرو په بدل کې به اروپا ته د کډوالو د غیرقانوني سفر مخه نیسي.

خو په ظاهره کې دغې موافقتنامې او د ژمې سړې هوا هم د اروپا پر لور د کډوالو د دغه خطرناک سمندري سفر مخه ونه نیولې شوه. د مهاجرت نړیوال سازمان IOM ویلي دی چې یوازې د جنوري په میاشت کې ۳۶۰ تنه مهاجر د مدیترانې په سمندر کې ډوب شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب