1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې نوي منځمهاله حکومت لوړه وکړه

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۹, جمعه
https://p.dw.com/p/14xIj

په یونان کې نوي منځمهاله حکومت لوړه کړې، تر څو د جون د میاشتې پر ۱۷مه نیټه په دغه هیواد کې نوې ټاکنې تر سره شي. که چیرې هیڅ کوم ټاکل شوی دولت پر دې ونه توانیږي چې د نورو نړیوالو مرستو له پاره وړاندې شوي اصلاحات او شرطونه عملي کړي نو دغه هیواد دیواله کیدو او د یورو د زون څخه د وتلو له خطر سره مخامخ دئ.

په یونان کې په تیرو ټاکنو کې گټونکي سیاسي گوندونه پر دې ونه توانیدل چې په یونان کې یو ایتلافي حکومت جوړ کړي. څیړونکي په دې آند دي چې د سپما د پالیسو د ملاتړ کوونکو او مخالفینو تر منځ به سخته مقابله وي. دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ ماښام ناوخته د Fitch په نامه د بانکونو د اعتبار ټاکنې موسسې د یونان د پور د اخیستلو د اعتبار درجه د منفي B څخه د CCC درجه ته له دې امله راټیټه کړه چې دغه هیواد د یورو د زون څخه د وتلو له خطر څخه مخ دئ.