په یونان کې د مهاجرو نه ختمیدونکي ستونزي
د یونان د دویم لوی ښار تهیسالونیکي د اورګاډې تم ځای ته نږدې د ولاړو ویجاړو شویو ریلونو په ډبو کې اوسیدونکي مهاجر په بار وړونکو اورګاډو پوري ځان نښلوي او هلته پټیږي. دوی په دې ډول له یونان څخه د وتلو کوښښ کوي۔
که خطر پر ځان ونه منم، ژوند خوند نه راکوي
کله چې دویچه ویله له ۱۸کلن نایجیریایې مهاجر محمد څخه پوښتنه وکړه چې په پټه سره بار وړونکو ریلونو ته ختل څومره خطر لري؟ هغه ځواب ورکړ: که خطر پر ځان ونه منم، ژوند خوند نه راکوي.
پیسې به تر کومه درسره وي؟
الجزایري انور او احمد په یوه زوړ اورګاډي کې ناست دي او راتلونکي باروړونکي اورګاډې ته انتظار باسي. انور دویچه ویله ته وویل چې «قاچاقبر د یوه جعلي پاسپورت جوړولو له پاره ۱۵۰۰يورو غواړي. له پورټ آف پترس څخه تر ایټالیا پورې ۶۰۰ يورو اخلي. زما سره یوازې ۲۵ يورو دي چې هغه زه غواړم تر سربستان پوري له ځان سره وساتم.»
وروستی منزل؟
۲۹ کلن الجزایري مهاجر ذکي له نهو میاشتو راهیسې په یونان کې دی. هغه په یو زوړ اورګاډي کې ویده دی. ذکي شپږ واره آلمان ته د تللو کوښښ کړی دی.
اورګاډی هیڅ چیري نه بیایې
یو مراکشی مهاجر وایې چې هغه درې واره د یونان او مقدونیا په سرحد کې او یو وار په پورټ آف پترس کې هغه وخت د امنیتي کسانو له خوا نیول شوی دی، چې د خپل سفر د دوام له پاره یې ځان په یوه لارۍ موټر کې پټ کړی وو.
د پټیدو وخت
۱۶ کلن جلوان له ۲۳ کلن عبدالرحمن سره د باروړونکي اورګاډي په لاندنۍ برخه کې د ځان پټولو پرمهال مرسته کوي. دغه باروړونکې ریل د انجن د بدلونو له پاره په یوه تم ځای کې تم شوی دی.
د مهاجرو نا معلوم منزل
لکه څرنګه چې دغو مهاجرو ته د بار وړونکو ریلونو تقسیم آوقات معلوم نه وي، نو مهاجر پکښې تر ځان پټولو وروسته نه پوهیږي چې دوی چیرته رسیږي. ځني وختونه دغه ریلونه دوی د سرحد پولي پر ځای د اتن پر لور بېولي وي.
وروستۍ سپارښتني
یو الجزایری مهاجر خپل ملګري ته لارښوونه کوي چې څنګه باید ځان په باروړونکو اروګاډو کې پټ کړي.
د تېښتي لار
په دې انځور کې دوه تنه ځوان مهاجر لیدل کیږي چې په سیمه کې له امنيتي گزمې څخه د ځان پټولو په موخه د اورګاډي د دوو ډبو ترمنځ له ارتباطي وسیلې څخه ټوپ یا خیز وهي.
د خوراک څښاک امکانات
د محمد په نوم یو تن مهاجر د کډوالو له یوه کمپ څخه چې دوی ته نږدې دی، د خپلو هغو ملګرو له پاره د خوراک څښاک شیان لیږدوي چې ځانونه یې په بار وړونکو ریلونو کې پټ کړي دي.
د آورګاډي املې او کارکونکو هم سترګې پټې کړي دي
د تهیسالونیکي د اورګاډي په تم ځای کې مامورين د غرمې د وقفې پر مهال قطې کوي. یو تن کارکوونکی وایې د تیرکال له دوبي راهيسي هره ورځ مهاجر د خطر په قبلولو سره ځان په دې ریلونو کې پټوي له دې ځایه زي او بله ورځ بیا بیرته دلته راځي. دا ډیر خطر لري، خو موږ د دوی د مخنیوي له پاره هیڅ هم نه شو کولای.
د خطر علامې
یوناني چارواکو د اورګادو پلټۍ په اړخ کي د برق تیریدونکو لینونو د خطر په حواله په عربي ژبه د خبرداري علایم نصب کړي دي. په نوامبر میاشت کې هم یو الجزایري مهاجر اورګاډي ته د ختلو په کوښښ کې وو چې برق ونیوه او مړ شو.