1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې د مهاجرو د نوم لیکنې مرکزونه په بد حالت دي

آژانسونه/ ک.ص۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه

د یونان د مهاجرو د نوم لیکنۍ په لومړنیو مرکزونو کې چې په اصل کې د ۷۴۰۰ تنو د اوسیدو ځای لري اوس ۱۰ زره مهاجر ځای پرځای شوي دي. یوناني چارواکي د مهاجرو د زیاتیدو یو دلیل د په احتمالي توګه د ترکیې ناکامه کودتا بولي.

https://p.dw.com/p/1JhFu
Griechenland Flüchtlinge von Afghanistan und Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa/O.Panagiotou

په وروستیو ورځو کې په یونان کې د آژه سمندرګي ختیځو ټاپوګانو کې د مهاجرو د نوم لیکنې لومړني مرکزونه له حده زیات ډک سوي دي. د یونان په پلازمینه آتن کې د مهاجرت د کړکیچ ټیم وايي چې همدا اوس په دغو مرکزونو کې لس زره مهاجر په دې تمه پراته دې چې نورو اروپايي هیوادونو ته به خپل د پناه غوښتنلیک ورکړي.

دغه مرکزونه په اصل کې د ۷۴۰۰ تنو د اوسیدو ځای لري، خو د لوړ شمیر کډوالو د راتلو له کبله اوس په کې لس زره کسان ځای پرځای شوي دي. د روان کال په اپریل میاشت کې هغه وخت چې د اروپايي اتحادیې او ترکیې ترمنځ د مهاجرت د کرکیچ په تړاو تړون پلې شو، په دغو مرکزونو کې یوازې ۶۲۰۰ تنه مهاجر اوسیدل.

د آلمان خبري آژانس، د یونان د دولتي سرچینو په حواله خبر ورکوي چې آتن اوس مهال د هیواد نورو ټاپوګانو ته د دغو مهاجرو د لیږدولو پر برنامو بوخت دی.

د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د شوي تړون له مخې ټول هغه مهاجر چې په ناقانونه توګه له ترکيې څخه یونان ته رارسیږي بیرته ترکیې ته استول کیږي. د دغه تړون له مخې، د هر بیرته استول شوي مهاجر په بدل کې به یو سوریايي مهاجر له ترکيې څخه په قانوني او مستقیمه توګه اروپا ولیږدول شي.

د یوناني رسنیو د معلوماتو له مخې د مهاجرت په برخه کې یوناني چارواکي شک لري چې په ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته یونان ته د مهاجرو د رسیدو د مخنیوي په برخه کې لازم اقدامات نه دي ترسره شوي.

د تړون پر اساس تر اوسه په ټوله کې ۵۰۰ تنه مهاجر له یونان څخه بیرته ترکیې ته استول شوي دي. خو د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د رپوټ پر اساس یوازې د جولای په میاشت کې د ورځې ۶۰ تنه مهاجر له ترکیې څخه یونان ته راغلي دي.

نور مطالب:

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل