په یونان کې د ائتلافي گوندونو مذاکرات ناکامه شوي دي
۱۳۹۱ شهریور ۳۱, جمعهاعلان
د یونان ائتلافي حکومت د سپما پر نوي پروگرام سره نه دئ راضي شوی کوم چې د نړیوالو پور ورکوونکو هیوادونو ئې غوښتنه کړې وه. د دغه هیواد په ائتلافي حکومت کې شامل یو گوند ویلي دي چې مذاکرات لا ادامه لري خو لا تر اوسه هیڅ کومې پریکړې ته نه دي رسیدلي. د سوسیالستانو د پاسوک او د کیڼ اړخه دموکراتانو گوندونه له وظیفو څخه د دولتي مامورینو د لیرې کولو مخالفت کوي. په پام کې ده چې په راتلونکې اونۍ کې به د ائتلافي گوندونو مشران سره یو ځل بیا غونډه وکړي.