1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې د ائتلافي حکومت د جوړولو هڅې ناکامه شوې

۱۳۹۱ اردیبهشت ۲۷, چهارشنبه
https://p.dw.com/p/14wEn

په یونان کې سیاسي مشران له نهو ورځو خبرو اترو وروسته د یوه ائتلافي حکومت په جوړولو بریالي شوي نه دي. دا نو په دې معنی ده چې په یونان کې باید له سره ټاکنې وشي. دغه ټاکنې باید د راروانې جون میاشتې تر نیمایي پورې تر سره شي. د یونان ولسمشر به نن د ټاکنو نیټه او د یوه مؤقت حکومت د جوړولو اعلان وکړي. د یونان سیاسي ډلې د اروپايي اتحادیې او د پیسو نړیوال صندوق له خوا دغه هیواد ته د ۱۳۰ میلیارده ډالرو پور پر سره سره اختلاف لري.

په یونان کې روان سیاسي کړکیچ کیدای شي د دې لامل شي چې دغه هیواد له یورو زون څخه بهر شي. په یونان کې هغه وخت سیاسي کړکیچ رامنځ ته شو چې د مې د میاشتې په ټاکنو کې یوه نوماند هم کافي رایي و نه گټلې چې په یوازیتوب یو حکومت جوړ کړي.