1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کي تر زرو ډیر کډوال نیول شوي دي

۱۳۹۱ مرداد ۱۶, دوشنبه

د یونان حکومت په تیرو دوو ورځو کې لږ تر لږه زر ناقانونه کډوال په اتن کې نیولي دي. د حکومت چارواکو ویلي دي چې دغه عملیات به په راتلونکې کې هم دوام وکړي.

https://p.dw.com/p/15keu
انځور: picture-alliance/dpa

د رپوټونو له مخې د یونان حکومت د شنبې او یکشنبې په ورځو په اتن کې د ناثبت شوو کډوالو په نیولو لاس پورې کړی دﺉ. د فرانسې خبري آژانس ويلی دي چې یوناني پولیسو شاخوا پنځه زره کډوال راټول کړي دي او د هغوی له ډلې څخه ئې ۱۱۳۰ تنه نیولي دي.

د پولیسو یوه ویاند کریستوس مانوراس، ویلي دي چې د یونان خراب اقتصادي وضعیت او په دې هیواد کې د سپما د پروگرام د پلي کولو بهیر ته په کتو سره باید دغه هیواد داسې یو پیغام واستوي چې یونان نور د کار زمینه نه شي برابرولای او د کډوالو کوربه توب نه شي کولای.

د یونان د پولیسو ویاند زیاته کړې ده چې د دې عملیاتو هدف خپلو هیوادونو ته د ناقانونه کډوالو استول دي. د هغه په خبره له دې کار سره یوناني چارواکي غواړي چې اتن په یوه قانونمن او د لوړ کیفیت لرونکي ژوندپه ښار باندې بدل کړي.

پولیسو همداز د یونان په شمال ختیځه برخه کې هم دې ته ورته عملیات پیل کړي دي. دا د یونان او ترکیې سرحدي سیمه ده چې کډوال ډیر وخت له همدې لارې یونان ته خپل ځانونه رسوي.

د اسیا او افریقا کډوال له یونان څخه اروپا ته د رسیدو د دروازې په توگه کار اخلي. هر کال ډیر شمیر افغانان هم د ترکیې له لارې خپل ځانونه یونان ته رسوي او تر هغه وروسته نورو اروپایي هیوادونو ته د پناهنده گۍ درخواست ورکوي.

د یونان د عامه امورو او د وگړو د ساتنې وزیر نیکوس دیندیاس، ویلي دي چې دا یو موقتې اقدام نه دئ بلکې د هغه په خبره دا عملیات به په راتلونکې کې هم دوام وکړي. تیره اونۍ د یونان د پولیسو ویاند وویل چې ۱۸۰۰ پولیس مسئولیت لري چې له ترکیې سره د دې هیواد پر پوله باندې دنده ترسره کړي او یونان ته له ترکیې څخه د غیر قانوني کډوالو مخه ونیسي.

په داسې حال کې چې یونان پخپله له یوه اقتصادی کړکیچ سره لاس او گریوان دئ، په دې هیواد کې د کډوالو په هکله ټولنیزې شخړې ډیرې شوې دي.

د یونان په ټاکنو کې د نوو نازیانو یوه گوند ته هم رایې ورکړل شوي دي. دې گوند وعده کړې ده چې یونان به له ناقانونه کډوالو څخه پاک کړي. شمیري ښيي چې اوس په یونان کې شاوخوا ۸۰۰ زره ثبت شوي کډوال ژوند کوي. دا په داسې حال کې ده چې په دې هیواد کې د ناثبت شوو کډوالو شمیر ۳۵۰ زره کسانو ته رسیږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکی: سید ریاض