په یمن کې ځانمرګي برید شاوخوا ۹۰ کسان ووژل
۱۳۹۱ خرداد ۱, دوشنبهاعلان
په صنعا کې د یوه انتحاری برید له کبله لږ تر لږه ۹۰ کسان وژل شوي دي. برید کوونکي د یمن د اردو یونیفورم پر تن کړی وو او د دغه هیواد سرتیري ئې چې د یوه چشن له پاره ئې تیاري نیوله خپل هدف وگرځول. چارواکو ویلي دي چې کیدای شي د پېښې ډیر قربانیان یمني سرتیرې وي.