1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په یمن کې پر یوه اوربند توافق شوی

۱۳۹۵ مهر ۲۷, سه‌شنبه

په یمن کې پر یوه نوي اوربند توافق شوی. د دې هیواد له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي ویلي چې دغه ۷۲ ساعته اوربند به د چهارشنبې له شپې څخه نافذ شي. د جگړې ټولو اړخونو پر هغې توافق کړی دی.

https://p.dw.com/p/2RMJG
Jemen Bürgerkrieg Feuerpause
انځور: picture alliance/dpa/Y. Arhab

د یمن له پاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اسماعیل ولد شیخ احمد، په نیویارک کې د یوه نوي اوربند د رامنځ ته کیدو خبره کړې ده چې په وینا یې د کړکیچ ټولو اړخونو پرې توافق کړی دی.

زیاته شوې ده چې د اکتوبر د میاشتې په ۱۹ نیټه د سیمې په وخت د شپې پر ۱۱ بجو او ۵۹ دقیقو به دغه اوربند نافذ شي. دغه اوربند د ۷۲ ساعتونو له پاره دی، خو د هغې د غځیدو احتمال هم شته. شیخ احمد پر ټولو اړخونو غږ کړی دی چې له دغه اوربند څخه د کړکیچ د تل پاتې حل د ډاډمنیدو له پاره گټه واخلي.

د عربي نیمه ټاپو په سویل کې پروت د نړۍ په دغه بې وزله هیواد کې د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر میاشتې راهیسې د سني ولسمشر عبد ربه منصور هادي، ځواکونه د شیعه حوثي یاغیانو او نورو ملیشو چې پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفاداره دي پر ضد جنگیږي. ویل کیږي چې شیعه حوثي یاغیان د ایران له ملاتړ څخه برخمن دي.

د هادي ځواکونه بیا د عربي هیوادونو د یوه ائتلاف ملاتړ له ځانه سره لري چې مشري یې سعودي عربستان کوي. د ۲۰۱۵م کال د مارچ میاشتې راهیسې دغه ائتلاف په یمن کې پر یاغیانو باندې هوایي بریدونه کوي.

ایران او سعودي عربستان په سیمه کې د تسلط خپلولو له پاره سیالي کوي. پر دې سربیره په یمن کې تندلارو اسلامپالو ډلو ټپلو لکه «اسلامي دولت» یا داعش هم قدم ایښی دی او تل بریدونه کوي.

په وروستیو وختونو کې په پلازمېنه صنعا کې د جنازي پر مراسمو د یوه هوایي برید په ترڅ کې د ملگرو ملتونو په وینا لږ تر لږه ۱۴۰ انسانان ووژل شول. د سعوي په مشرۍ پوځي ائتلاف وروسته بیا د دغه برید مسوولیت پر غاړه واخیست او د یمني متحدینو له لوري یې «غلطو معلوماتو» ته اشاره وکړه.

تر دغه هوایي برید وروسته امریکا متحدو ایالاتو او همداشان ملگرو ملتونو په یمن کې د جگړې له ښکیلو اړخونو څخه په سملاسي توگه د یوه اوربند او خبرو اتر د تر سره کیدو غوښتنه وکړه. تر دې دمخه هم په یمن کې د جگړې د درولو څو هڅې شوي دي. د وروستي ځل له پاره په اپریل میاشتې کې یو اوربند نافذ شو، خو د سولې د بې پایلو خبرو اترو وروسته دغه اوربند بیرته مات شو.

په یمن کې د دغه کړکیچ د پیلیدو راهیسې په زرونو کسان وژل شوي دي، چې زیاتره یې ملکي وگړي دي او تر درې میلیونو زیات انسانان له خپلو کلیو شړل شوي دي.