په یمن کې ممنوعه ماینونو د کاریدو تورونه
۱۳۹۶ فروردین ۳۱, پنجشنبهد بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۲۰مه) وویل چې حوثي ځواکونه او متحدین یې په یمن کې داسې ماینونه کاروي چې ورباندې بندیز لګول شوی او د سلهاو ملکي کسانو د وژنې لامل کیږي.
دغه نیویارک میشته د بشري حقونو سازمان په خپل رپوت کې ویلي دي چې شعیه حوثي یاغیان او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویان، چې د دې ډلې متحدین دي، په لږ تر لږه شپږو سیمو کې داسې د ځمکې ماینونه کار ولي دي چې پر ماینونو د نړیوال بندیز پر خلاف دي.
د بشري حقونو د څار سازمان یوه چارواکي ستیو ګووز، ویلي دي: «حوثي یاغیان د یمنې ملکیانو په بیه د ځمکنیو ماینونو پر کارونې بندیز ماتوي.»
ياد چارواکي زیاته کړې ده: «یمن نزدې دوې لسيزي مخکې د وګړو ضد ځمکنیو مایونو پر کارونې بندیز ولګوه او هیڅوک باید هغه و نه ځغمي.»
حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د پلازمینې صنعا کنترول په لاس کې واخیست او د یمن د هغه وخت حکومت یې له واکه ګوښه کړ.
د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د سعودي عربستان په مشري یو ایتلاف په دې مقصد رامنځ ته شو چې حوثي یاغیان پر شا و تنوي او یو ځل بیا د یمن پخواني حکومت پر کار کړي.
پر دغه ایتلاف باندې هم د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو او آن جنګي جنایتونو ترسره کولو تورونه لګول شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان د ځايي سازمانونو په حواله ویلي دي چې د یمن د جګړې له پیلیدو راهیسې په دې هیواد کې له ۱۰۰۰ څخه ډیر کسان د ماینونو له کبله وژل او یا هم ټپیان شوي دي.
دې سازمان دا هم ویلي دي چې القاعدې هم په سیمه کې ماینونه کارولي دي.
زموږ له ارشیف څخه: