1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې د پاکستان ښکیلتیا څه پایلې لرلی شي؟

شامل شمس۱۳۹۴ فروردین ۱۱, سه‌شنبه

په راتلونکو ورځو کې ښایي پاکستان د سعودي عربستان په مشرۍ د یمن شیعه ملیشو پر ضد په پوځي ائتلاف کې شامل شي. د دې پریکړې پایلې به د داسې یوه هیواد له پاره چې پخپله هم د مذهبي تاوتریخوالي له کبله په خراب وضعیت کې دی څه وي؟

https://p.dw.com/p/1F0CQ
انځور: Reuters/Anees Mahyoub

«که چیرې هندوستان د پاکستان پر اسلامي جمهوریت باندې د برید پریکړه وکړي، نو آیا سعودي عربستان به خپل وسله وال ځواکونه د پاکستان مرستې ته ورولیږي؟» دا هغه پوښتنه ده چې پاکستاني روڼ آندې او شنونکي سلمان آصف د خپل فیسبوک پر پاڼه مطرح کړې ده.

پاکستاني روڼ آندي او مدنې ټولنه د سعودي عربستان – یمن په کړکیچ کې د خپل هیواد د باالقوه ښکیلتیا په هکله ناخوښي دي او انديښنه يې څرګنده کړې ده.

تیره اوونۍ سعودي عربستان په رسمي توگه له اسلام آباد څخه وغوښتل چې د یمن د شیعه حوثي یاغیانو پر ضد جگړه کې برخه واخلي. د یمن شیعه یاغیانو د پلازمینې صنعا په شمول د دغه هیواد چې سني مسلمانان په کې اکثریت لري یو شمیر مهم ښارونه نیولي دي. ریاض او په منځني ختیځ کې د هغې متحدینو د حوثي یاغیانو پر ضد د مارچ میاشتې له ۲۶مې نېټې راهیسې هوایي یرغلونه پیل کړي دي او وایي چې له دې سره د ولسمشر عبد ربه منصور هادي له «مشروع حکومت څخه دفاع» کوي. ریاض پر ایران باندې د شیعه حوثي ملیشو د ملاتړ تور پورې کوې، کوم چې تهران په کلکه ردوي.

اسلام آباد میشته د بهرنیو چارو کارپوه مشرف زیدي، له دویچه ویله سره په خبرو کې وويل: «پاکستان باید د سعودي عربستان – ایران په سیمه ییز رقابت کې ځان ښکیل نه کړي. موږ باید دا هیره نه کړو چې ریاض او تهران خپلې گټې لري. د دې له پاره پاکستان باید هغه څه وکړي چې د هیواد له پاره یې ښه دي.»

نوموړې په خپلو څرگندونو کې یادونه کړې ده چې «پاکستان باید له سعودي عربستان او ایران سره ښې اړیکې وساتي.»

نه شلیدونکی مزی

سعودي عربستان د پاکستان یو له سترو اقتصادي تمویلونکی څخه دی او د پاکستان ملکي او پوځي مشرتابه له سعودي عربستان سره ډیرې نزدې اړیکي لري. دا به د پاکستان له پاره یو آسانه کار نه وي، چې په دغه شان یوه کړکیچ کې ځان بې طرفه وساتي.

د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه په یوه غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف، وویل چې «د سعودي عربستان ځمکنۍ بشپړتیا ته به هر رنگه گواښ له قوي غبرگون سره مخامخ شي.» په دغه غونډه کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف، د لومړي وزیر د امنیتي او بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز، د پاکستان لوی درستیز جنرال راحیل شریف او د هوایي ځواک مشر سهیل امان گډون کړی وو.

له بل اړخه له کلونو راهیسې له تهران سره د اسلام آباد اړیکي ترینگلې دي. دواړه هیوادونه سرحدي شخړه لري او تهران د پاکستان له لوري د سني یاغي ډلو د ادعا شوې مرستې په هکله خوښ نه دی چې د ایران په ختیځو برخو کې د بریدونو او د پاکستان په داخل کې د شیعه مذهبو وگړو د ډله ییزې وژنې تورونه ورباندې پورې کیږي.

اسلام آباد میشته د بهرنیو چارو یوه بل کارپوه طارق پیرزاده له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «دا ښکاره خبره ده چې له یوه وخت راهیسې د پاکستان – ایران، اړیکي صمیمي نه دي. خو په هر حال که چیرې پاکستان دا پریکړه کوي چې د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي ملیشو پر ضد جگړې ته خپل ځواکونه د مرستې له پاره واستوي نو ښایي دغه اړیکې نورې هم ترینگلي شي.»

نوموړې کارپوه د سعودي عربستان او پاکستان نزدې اړیکو ته په کتو سره دا ناممکنه گڼي چې اسلام آباد به د سعودي عربستان غوښتنه رد کړي. هغه زیاتوي: «اوس پوښتنه دا ده چې له سعودي عربستان سره به څه ډول مرسته وشي. آیا پاکستان هوایي ملاتړ کول غواړي، که ځکمني پوځونو استول غواړي او یا په یو بل ډول مرسته کول غواړي؟»

بله لار نشته

خو که چیرې پاکستان د منځني ختیځ په دغو پوځي عملیاتو کې شاملیږي نو دا یوازې ساده لوژیستکي نه بلکې په خپل ذات کې اصلا یوه لویه سیاسي موضوع ده. په پاکستان کې د شیعه ـ سني شخړه لا تر مخه د زیاتیدو په حال کې ده. تندلاره اسلامپاله ډلې د دغه هیواد په بیلا بیلو برخو کې د لږکیو شیعه مذهبو پر وړاندې ترهګریز بریدونه کوي. د طالبانو په ګډون زیاتره دغه ډلې په سعودي عربستان کې د وهابیت د تندلارې ایدلوژۍ څخه الهام اخلي. سیاسي څارونکي وایي چې ایران هم د یو شمیر شیعه ډلو ټپلو ملاتړ کوي چې ځیني یې په وسلو سمبال دي.

ډیر شمیر پاکستاني شنونکي په پاکستان کې د مذهبي تاوتریخوالي ریښې په ۱۹۸۰ لسیزي کې د افغانستان له جگړې سره تړي. د هغوی په وینا د پاکستان د هغه وخت پوځي دیکتاتور جنرال ضیا الحق په ۱۹۸۰م لسیزه کې د افراطي وهابي ډلو تمویلول یوه دولتي پالیسي گرځولې وه او په وینا یې دغه ډلې یې د شیعه گانو پر ضد وکارولې تر څو په پاکستان کې د ایران ملاتړ راکم او په افغانستان کې د پاکستان نفوذ ډیر کړي.

د عبدالستار په نوم یو پاکستانی خبرالا او سیاسي تبصره لیکونکی وایي چې د پاکستان د دولت دا پریکړه چې د افغانستان په جگړه کې یو طرف اوسي، په دې هیواد کې د یوې سترې مذهبي تفرقې لامل وگرځیده او که چیرې دا ځل یو وار بیا په سیمه ییزه جگړه کې د شاملیدو پریکړه وکړي نو پایلې به یې د تصور وړ نه وي.

یو «سني دیوال»

خو د هایډل بیرگ په پوهنتون کې د سویلي آسیا د انستیتوت یوه کارپوه زیگفرید وولف، په دې آند ده چې احتمالا پاکستان به د بیلا بیلو ستراتيژیکو دلایلو له کبله د سعودي عربستان او د سني افراطي ډلو ملاتړ ته ادامه ورکړي: «د پاکستاني بنسټپالو له پاره دغه هیواد لا تر مخه د شیعه ایران پر ضد یو [سني دیوال] دی.» هغه له دویچه ویله سره په خپلو خبرو کې وړاندې وویل: «په سیمه کې د شیعه نفوذ د مهار کولو پالیسۍ په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو د رژیم د رانسکوریدو او په عراق کې د صدام حسین د حکومت د لیرې کیدو وروسته سخت زیان لیدلی دی. دغو پیښو د قدرت یوه تشه رامنځ ته کړه چې مخ پر زیاتیدونکي توگه د تهران له لوري ډکیږي. سعودي عربستان د ایران دغه لاس برتوب لیدل نه غواړي او د سنيانو د تسلط د ادامې د یقیني کولو له پاره به هر کار ته ادامه ورکړي.»

کارپوهان په دې آند دي چې د پاکستان نړیوالې اړیکې او سیمه ییز موقعیت ورځ تر بلې پیچلې کیږي او د پاکستان واکمنان له دې خبر دي. وولف زیاتوي: «د ایران او امریکا متحده ایالاتو د نزدې کیدو احتمال، د چین او روسیې بیا نزدې والی، د تهران او نوي ډهلي تر منځ د همکاریو ډیروالی او په افغانستان کې وضعیت په سیمه ییز خوځښت کې د بدلون نښانې دي. په پاکستان کې پر واک حاکمه دستگاه له دغو تحولاتو څخه ناخوښه ده.»

وولف وایي چې ښایي دغه نوي امنيتي قضیي پاکستان دې ته واداره کړي چې له سعودي عربستان سره لا هم نورې نزدې اړیکي ولري.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب