په یمن کې دوه ورځنې اوربند اعلان شو
۱۳۹۵ آبان ۲۹, شنبهټاکل شوی ده چې دغه اوربند نن (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر میاشتې ۱۹) د سیمه ېېز وخت د غرمې په ۱۲ بجو پیل شي. دغه خبره د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د دغه هیواد د استخباراتي ادارې په انټرنټ پاڼه کې خپره کړې.
نوموړي ائتلاف د اوربند د غځولو خبره کړی، خو په دې شرط چې حوثي یاغیان هم له خپل لورې دغه اوربند مراعت کړي.
له ۲۰۱۴ کال راهیسې کورنۍ جګړه
د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر میاشتې راهیسې د یمن د سني مذهبه ولسمشر عبدالربه منصور هادي ځواکونو، د حوثي یاغیانو چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح ته وفادار پاتې شویو نورو ملیشه و پر ضد جنګیږي.
د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف د ۲۰۱۵ کال د مارچ میاشتې راهیسې پر حوثي یاغیانو هوایې بریدونه پیل کړي دي. د ملګرو متلتونو د اټکلونو له مخې له هغه وخت څخه تر اوسه پورې د ۷۰۰۰ په شاوخوا کې انسانانو د دغو بریدونو په ترڅ کې خپل ژوند له لاسه ورکړی، چې اکثره یې ملکیان ول.
د دغه هیواد په میلیونونو وګړي د خوراکي توکو او څښاک د اوبو له کمښت څخه رنځ وړي. سربیره پر دې د یمن په پلازمېنه صنعاء کې د کولرا، د ناروغۍ یا وبا، لومړنۍ پيښې هم لیدل شوي دي. د امریکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزیر جان کېري په یمن کې له یوه بشري ناورین څخه خبره کړې.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (27.10.2016):