په یمن کي د القاعدې یو مهم مشر وژل شوی دئ
۱۳۹۱ شهریور ۲۱, سهشنبهاعلان
د یمن د رسمي معلوماتو پر اساس د دغه هیواد پوځ د القاعدې د ترهگرې شبکې یو لوړپوړی چارواکی وژلی دئ. د یمن هیواد د دفاع وزارت له خوا ویل شوي دي چې سعید الشهري چې د عربستان تابعیت ئې درلود د خپلو نورو شپږو ملگرو سره یوځای د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د حضرت موت، په ولایت کې وژل شوي دئ.الشهري په افغانستان کې نیول شوی وو او د کیوبا په گوانتانامو زندان کې ئې د شپږو کلونو بند هم تیر کړی دئ. هغه د سعودي عربستان د بیا ادغام په یوه پروسه کې د گوانتامو له زندان څخه آزاد کړای شوی وو، خو تر هغې وروسته ئې بیرته د یمن په لور مخه کړه او د القاعدې د پخواني مشر د ځای ناستي په توگه ئې فعالیت کاوه.