1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کي د القاعدې یو لوړ پوړی غړی ووژل سو

۱۳۹۱ اردیبهشت ۱۸, دوشنبه
https://p.dw.com/p/14rHS

په یمن کي د القاعدې یو لوړپوړی غړی د هوايي بریدونو له امله وژل سوی دئ. د سي اِن اِن خبري آژانس ددغه ۳۷ کلن فهد ال کوزو وژنه تائید کړې ده او زیاتوي چي دی هغه وخت ووژل سو کله چي د شب وا په نامه جنوب ختیځ ولایت ته په موټر کي ور روان وو. ال کوزو د FBI له خوا د هغو ترهګرو په ليست کي شامل وو، چي په ۲۰۰۰ میلادی کال کي د USS Cole په نامه یوې امریکايي کښتۍ باندي د آدن په خلیج کي د یوه برید د کولو له امله تورن دي. همدارنګه پر ده باندي دا تور هم لګول کیږي چي د ۲۰۰۹ کال په کریسمس کي ئې د متحده ایالاتو پر یوې نقليي وسیلې باندي یو ناکامه برید تر سره کړی دئ. د ده پر سر پنځه میلیونه ډالره اېښودل سوي ول.