په گريشک کې بيا ملکي کسان ته د رنه مرگ ژوبله اوښتې
۱۳۸۶ مرداد ۵, جمعهاعلان
د گريشک ولسوال عبد المنان خان خبري رسنيوته ويلي چې پېښه تير ماښام د گريشک ولسوالۍ په ميرمندو کلي کې هغه مهال رامنځ ته سول چې افغان ، ائتلافي ځواکونواو وسلوالو طالبانوترمنځ جگړه ونښته چې وروسته بيا د هوائي ځواکونو څخه مرسته وغوښتل سوه او ائتلافي ځواکونو ددې سيمي ملکي وگړو څخه د سيمي د پريښو دو غوښتنه وکړه.
ده دغه راز ويلي چې په دې بمباريو کې شاوخوا 80 تنه وژل سوي چې 50 يي طالبان او 28 يي ملکي وگړي دي.
د کريشک ولسوال ويلي چې ملکي وگړو ته هغه مهال مرگ ژوبله واوښته چې له سيمې څخه يو بل خوندي ځاي ته روان وه.
ويل کيږي چې په وژل سوو کسانو کې ښځي او ماشومان هم شاميل دي.
بله خوا د ولايتي شورا غړي معلم مير ولي ويلي چې پدې بمباريو کې شاوخوا څلويښت تنه ملکي وگړي وژل سوي دي.
په روانه اونۍ کي دا دريم ځل دی چې د هلمند ولايت په سنگين موسي کلا او گريشک ولسواليوکي د بمباريو په ترځ کې د ملکي وگړو د وژلو خبرونه خپريږي.
ولسمشر حامد کرزي او د بشر د حقوقو سازمانونو په وار وار ويلي چې په افغانستان کې د پوځي عملياتو په وخت کې بايد د ملکي وگړو و ژوند ته ډ يره پاملرنه وسي خوپه هوائي بمباريو کې د ملکي وگړو د وژلو سلسله لا روانه ده.