په کینیا کې ټاکنې پېل شوې
۱۳۹۶ مرداد ۱۷, سهشنبهد سه شنبې په ورځ سهار وختی په پلازمېنه نایروبي کې د رای ورکولو مرکزونو مخې ته خلک په اوږدو کتارونو کې ولاړ ول. د سیمې په وخت د سهار له شپږو بجو څخه ۱۹ میلیونه راجستر شویو رای ورکوونکو خپلې رای کارولی شواې. د کینیا اوسیدونکو د ولسمشر او پارلمان د دواړو خونو د تر څنگ د ۴۷ اداري حوزو له پاره نوي استازي ټاکي.
د کینیا د بشري حقونو د کمېسیون مشرې کگویریا مبگوري، د ټاکنو په درشل کې ویلي دي چې شا او خوا ۱۶۰۰۰ کاندیدانو ته په کتو سره ښایي ډیر بایلونکي ووسي. هغې رای ورکوونکو ته خبرادری ورکړی دی چې د خپلو ناهیلو له پاره کینیا «سوځیدو ته مه پریږدئ».
اوسني ولسمشر اوهورو کنیاتا، او د هغه سیال رایلا اودینگا، سخت انتخاباتي کمپیاینونه تر سره کړي دي او د یوې تازه نظر پوښتنې له مخې د دواړو کاندیدانو تر منځ به اوږه په اوږه سیالي وي.
کنیاتا نه غواړي چې د کینیا په تاریخ کې داسې لومړنی ولسمشر اوسي چې یوازې یو وارې یې د ولسمشرۍ دوره تیره کړې وي. هغه په ۲۰۱۳م کال کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ته وکوچید. که څه هم ویل کیږی چې کنیاتا د دغه هیواد زیر بناوو کې ښه والی رامنځ ته کړ او ځینې سترې پروژې یې پېل کړې خو انتقاد کوونکي پر هغه باندې تور پورې کوي چې د فساد پر ضد یې ډیر څه نه دي کړي.
اودینگا بیا د فساد پر ضد د مبارزې ژمنه کړې ده. پر دې سربیره هغه ژمنه کړې چې د ۴۸ میلیونه کینیایانو د اوسیدو له پاره ارزانه ځایونه برابر کړي. اودینگا چې د څلورم ځل له پاره ځان کاندیدوي، ښایي د دغه لوړ مقام له پاره یې دا وروستی چانس وي.
د انتخاباتو د الیکترونیکي سیستم مشر وژلو هم پر دغه ټاکنو خپل سیوری غوړولی چې لا تر اوسه یې د قتل علت معلوم نه دی. دغه کار د رای ورکوونکو تر منځ د یو ډول ابهام د رامنځ ته کیدو سبب شوی دی.
د ټاکنو د امنیت له پاره ۱۸۰ زره امنیتي ځواکونه گومارل شوي
اودینگا چې له ۲۰۰۷م کال څخه تر ۲۰۱۳م کاله پورې د حکومت مشر وو، تل پر کنیاتا باندې په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه لگولي دي. کنیاتا په یوه ژوندۍ تلویزوني خپرونه کې له ولس څخه غوښتي دي چې د ټاکنو په ورځ آرامه پاتې شي. د دې له پاره چې ټاکنو دویم پړاو ته و نه غځیږي، نو یو نوماند باید د ټولو رایو ۵۰ سلنه او حد اقل د کینیا په نیمایي سیمو کې ۲۵ سلنه رایې خپلي کړي.
کینیا ته له ډیر وخت راهیسې د یوه باثباته هیواد په سترگه کتل کیږي. د څو اوونیو له پاره انتخاباتي مبارزې هم په سوله ییز ډول تر سره شوې. خو څارونکو د ۲۰۰۷م کال په څیر د خونړیو ناکراریو څخه په اندیښنه کې دي. هغه وخت د ټاکنو پر مهال د تاوتریخوالي ډکو پیښو کې تر ۱۰۰۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو او ۱۵۰ زره کسان تیښتې ته مجبوره شوي وو. دا ځل د ټاکنو د امنیت خوندي ساتلو له پاره شا او خوا ۱۸۰ زره امنیتي ځواکونه پر دنده گومارل شوي دي. د پارلمان او ولسمشر تر څنگ والیان، سناتوران او د ښځو استازې هم ټاکل کیږي. په زرگونو څارونکي باید د ټاکنو بهیر وڅاري. د اساسي قانون له مخې د ټاکنو پایلې باید تر اوو ورځو پورې اعلان شي.