په کویټه کې بیا چاودنه شوې
۱۳۹۵ مرداد ۲۱, پنجشنبهد پاکستان د بلوچستان ايالت لوړ پوړي چارواکي اکبر حریفال، د فرانسې خبري آژانس ته وویل: «بم په ښار کې په یوه پله کې ځای پر ځای شوی وو. بم تر هغه وروسته چې د اسلامي محکمې قاضي له دې ځایه تیر شو وچاودید.»
دغه چارواکي زیاته کړې ده چې دغه قاضي چې ظهور شهواني، نومیږي له دې چاودنې روغ رمټ وتلی دی. خو په چاودنه کې د هغه ساتونکي ژوبل شوي. د سړک د غاړې د دغه ماین چاودنې له کبله څلور پولیس او نهه لارویان ټپیان شوي دي.
د پولیسو یوه سیمه ایز چارواکي حمید شاکیل، چاودنه او د تلفاتو شمېر تائید کړی دی.
تر اوسه پوري لا کومې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه نه ده اخیستې. تر دې درې ورځې مخکې د کویټې په یوه روغتون کې ځانمرگي بريد ۷۳ کسان ووژل.
د وژل شويو کسانو په ډله کې ډیر وکیلان هم شامل ول. چارواکي وایي چې په کویټه کې پر قاضیانو او وکیلانو باندې وروستیو بریدونو په قضايي سیستم کې یوه خلا رامنځ ته کړې ده.
په کوټه کي د تير بريد انځورونه