1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کویت کې کې یو ځل بیا لاریون تر سره شوی دی

۱۳۹۱ آبان ۱۵, دوشنبه
https://p.dw.com/p/16cpb

د کویت په پلازمینه کې پولیسو له اوښکې بهوونکي گاز څخه کار اخیستی دی چې پر لاریونونو د بندیز سربیره هم د تر سره شوي احتجاج لاریونکوونکي خواره کړي. زیاته شوې ده چې د اپوزیسیون شاوخوا ۲۰۰۰ تنو د ټاکنو په قانون کې د بدلون له امله په دغه احتجاج کې برخه اخیستې وه چې د کویت د امیر شیخ احمد الصباح، له لوري په کې بدلون راوستل شوی دی.

په پام کې ده چې د روان کال د دسمبر د میاشتې په لومړۍ نېټه به په دغه هیواد کې پارلماني ټاکنې تر سره شي. د رپوټ په حواله د نوموړي لاریون د مخنیوي له پاره په سلگونو تنه پولیس په دندو گمارل شوي وو. د چهارشنبې په ورځ د مسلم الباراک چې د اپوزیسیون یو مشر دی د پلویانو او پولیسو تر منځ په تر سره شوي لاریون کې اخ او ډب رامنځته شوی وو. تر هغې وروسته الباراک کابو د ۲۷ نیم زره یورو د ضمانت په بدل کې له زندان څخه آزاد کړای شوی وو. هغه ته د کویت پر امیر باندې د نیوکو له امله د لسو ورځو د بند سزا اورل شوې وه.