1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کویت کې پارلماني ټاکنې پیل شوي دي

۱۳۹۱ آذر ۱۱, شنبه
https://p.dw.com/p/16uEB

په کویت کې پارلماني ټاکنې په داسې حال کې پیل شوي دي چې اپوزیسیون یې د بایکاټ اعلان کړی دي. د پارلمان د ۵۰ څوکیو له پاره ۳۰۷ تنو ځانونه کاندید کړي دي، چې د هغوې په جمله کې ۱۴ تنه میرمنې هم شاملې دي. په روان کال کې دا دویم ځل دی چې پارلماني ټاکني په کې تر سره کیږي. د فبروري په میاشت کې ټاکنې د محکمې له لورې بې اعتباره اعلان شوې وې.

اپوزیسیون د دغه ټاکنو څخه هغه وخت بایکاټ اعلان کړې چې امیر شیخ صباح الاحمد الصباح، شپږ اونۍ وړاندې د یوه فرمان په ترڅ کې د ټاکنو په قانون کې بدلونونه رواستل. د جمعې په ورځ په کویت کې په لسگونو زره کسانو د لاریونونو په ترڅ کې د دغه فرمان د بیرته اخیستو غوښتنه کړې وه.