په کوچنيورستورانو کي به بيرته سګريټ وڅکول سي
۱۳۸۷ مرداد ۹, چهارشنبهاعلان
لږ تر لږه د اوس دپاره د سګريټو څکولو ته بيرته اجازه ورکول سي . دغه حکم په لمړي سر کښي د برلين او باډن ویورټن بيرګ په ايالتو کي د تطبيق وړ دي ، خود جرمني نور ايالتونه هم کولای سي ، چه دغه ډول اجازه پلاس راوړي . په حکم کښي راغلي چه دسګريټوددغه ډول ممنوعيت څخه هغه رستورانونه متضرر کيږي ، چه د سګريټو څکولودپاره مخصوص ځايونه نلري ، او ځکه نو تر هغو پوري چه د ټولو دپاره د حل یوه لار پيدا کيږي ، بايد په کوچنيورستورانتو کي هم د سګريټو څکولو ته اجازه وي . خو په پارلمان کي مخالف اپوزيسيون پر حکومت تور لګوي ، چه دغه موضوع يې ايالتونو ته پريښول ، څو هغوی هر يو جلا جلا تصميم ونيسي . پداسي حال کي چي د جرمني مرکزي حکومت بايد پدې باب واضح او څرګند مقررات وضع کړي وای . ځکه به نو اوس بيرته د زړه او د ویني د فشار ناروغياني ډيري سي . دا نو اوس په هر ايالت پوري اړه لري ، چه ددغې اجازه نامې څخه ګټه اخلي ، او که به په کوچنيورستورانتو کي بيا هم دسګريټو څکولو ته اجازه نه ورکوي .