1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوټ ولسوالۍ کې د داعش تاسیسات ویجاړ شوي

اُميدالله ديدار۱۳۹۵ مرداد ۵, سه‌شنبه

تر هغه وروسته چې افغان ولسمشر د داعش ډلې پر ضد د عملیاتو امر وکړ، افغان ځانګړو ځواکونو د ننګرهار ولایت په یو شمیر ولسوالیو کې عملیات پیل کړل چې په ترڅ کې د داعش ډلې ته لوړ تلفات اوښتي.

https://p.dw.com/p/1JW1Y
Afghanistan Kämpfe zwischen IS und afghanischen Truppen Nangarhar
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

په ننګرهار ولایت کې د دویچه ویله خبریال امید دیدار، د اسلامي دولت او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ د جګړې لومړۍ کرښې فقیر آباد، ته تللی دی.

افغان امنیتي ځواکونو وروسته له هغې د ختیځ ننګرهار ولایت په کوټ، نازیان، اچین، هسکې مېنې او ورڅېرمه سیمو کې عملیات پیل کړل چې ولسمشر محمد اشرف غني، ځانګړو ځواکونو ته په څو اونیو کې د داعش ډلې د له منځه وړلو امر وکړ.

یاد عملیات څلور ورځې وړاندې پیل شوي چې په کې له افغان کومانډو ځواکونو سره د افغان او بهرنیو ځواکونو هوايي ملاتړ هم شته .

په فقیر آباد سیمه کې کورونه، مسجدونه، مدرسې، ځايي هټۍ او ډېرې نورې ابادۍ په جنګ کې د ښکېلو غاړو په مرمیو لګېدلي او ځینې کورونه لا هم د اور په لمبو کې سوځي.

له دغو کلیو ولسي خلک لا پخوا کډه شوي او هېڅ ځای کې ملکي وګړي نه تر سترګو کېږي. پر سیمې د ډار او وحشت څپه خوره ده.

د دویچه ویله خبریال له په لومړۍ کرښه کې د ځانګړو ځواکونو په مرسته ځینو کورونو ته هم ننوتی دی. د هغه په خبره ښايي ځايي خلکو یوازې خپل سرونه خوندي سیمو ته کړي وي ځکه د کورونو دروازې یې برسېره او د کور سامانونه یې هم پر خپل ځای پرېښي وو.

د داعش پر وړاندې سخته جګړه

په دې سیمه کې پر داعش ډلې هوايي او ځمکني ګوزارونه لا هم روان دي. د کومانډو ځواکونو د لومړۍ لوا د لومړي کنډک قوماندان ډګرمن غلام حضرت، چې د دغو عملیاتو مشري ورسره ده داعش ډلې ته د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېرې په اړه څه ونه ویل خو زیاته یې کړه چې په دغو عملیاتو کې یې ګڼ شمېر داعش وسلوال وژلي او ټپیان کړي.

هغه وویل: «عملیات ښه روان دي. دښمن ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده. څه یې په تېښته اړ شوي او اوس هغوی په سیمه کې نه شته. عملیات مو د برشاخېلو له سیمې څخه پیل کړي وو اوس د فقیر بابا او الیاس بابا سیمو کې چې د درې اخره برخه ده عملیات روان دي.»

دغه افغان چارواکي ټینګار کوي چې عملیات به تر هغه وخته پورې دوام ورکړي چې دغه سیمه له داعش ډلې نه وي پاکه شوې.

دغو عملیاتو کې افغان کومانډو ځواکونو د داعش ډلې د سوق او ادارې یو لوی مرکز، له اسنادو او کاغذونو ډکه ځايي محکمه، د کوټ ولسوالۍ د خلکو له پاره د شکایتونو اورېدو مرکز او یو شمېر نور بنسټونه هم ویجاړ کړي دي.

په افغانستان کې د داعش د فعالیتونو په اړه نور مطالب:

د عملیاتو له لومړۍ کرښې راکوز، د سید احمد خېلو کلي ځایي اوسیدونکي وايي چې اوس یې ژوند په عادي ډول پر مخ ځي. دغه سیمه څه نا څه یوه میاشتې مخکې د داعش جنګیالیو لاس ته لویدلې وه خو اوس یې کنترول یو ځل بیا د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې دی.

د سیمې یوه اوسیدونکي محمد حکیم، وویل: «حکومت دې دومره دلته پاتې شي چې داعش ورک کړي.»

د سیمې اوسیدونکي ټینګار کوي چې حکومت باید نیول شوي سیمې وساتي ترڅو هغه بیا د داعش لاس ته و نه لویږي. تر دې مخکې څو وارې داسې شوي دي چې حکومت یوه سیمه له طالب یا داعش جنګیالیو پاکه کړې خو د وخت په تیریدو سره دغه سیمه یو ځل بیا د یاغیانو لاس ته لویدلې ده.

د داعش د قوماندان وژل کیدل

د ننګرهار د ولایتي ادارې ویاند عطاالله خوږیاڼي، دویچه ویله ته ویلي دي چې د دوشنبې ورځ په ماښام د کوټ ولسوالۍ په سرای بازار سیمه کې له ځانګړو ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې د داعش ډلې نظامي مرستیال او په کوټ ولسوالۍ کې د روانې جګړې قوماندان سعد امارتي هم له خپلو دریو ملګرو سره وژل شوي دي.

د هغه په خبره د عملیاتو په ترڅ کې داعش ډلې ته لوړه مرګژوبله اوښتې ده.

لا تر اوسه پورې د داعش ډلې د روانو عملیاتو او هغوی ته د اوښتې مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل