1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوټه کي د افغان کډوالو د نيولو لړۍ روانه ده

۱۳۹۰ شهریور ۳۱, پنجشنبه

له تيرو څو روځو څخه په پاكستان كي د افغان كډوالو د نيولو لړۍ پيل سوي ده، د هغه كډوالو تر څنګ چي د ملګرو ملتونو له لوري وركړل سوي قانوني كارډونه ولري په سلګونه كسان د پوليسو او سرحدي ځواكونو له لوري نيول سوي دي.

https://p.dw.com/p/12eMq
انځور: AP

كله چي څو ورځي وړاندي په كوټه كي يو ځانوژونكى بريد ترسره سو او ډيرى كسانو ته يي مرګ ژوبله واړوله نو له هغه وروسته په پاكستان په خاصه توګه په بلوچستان ايالت كي د پاكستاني سرحدي ځواكونو او پوليسو لخوا په سلګونه تنه افغان كډوال نيول سوي دي.

 

داسي هم ويل كيږي چي په دي نيول سويو كسانو كي هغه افغان كډوال هم سته چي د ملګرو ملتونو له لوري د نورو دريو كالو له لپاره په پاكستان كي د اوسيدو قانوني كارډونه هم وركړل سوي دي.

 

كه څه هم د هغه بريد پړه د پاكستاني وسله والو طالبانو ډلي پرغاړه اخيسي وه او د دي ډلي وياند احسان الله احسان رسنيو ته ويلي وو چي دا بريد يي ځكه وكړ چي په كوټه كي د پنځو تنو چيچنيايانو د وژلو او دلته د القاعده ډلي د يو مشر الموريطاني له دوو تنو ملګرو سره د نيولوغچ اخيستل دی.

 

خو پاكستاني پوليس وايي چي دغه ځانوژونكي بريدګر د احمدګل په نامه يو تن افغان وو چي د كندوز اوسيدونكى او دا وخت يي په پاكستان كي ژوند كاوه.

 

په پاكستان كي سياسي ډلو او د هغوى مشرانو هم په دې كړنو باندي غوسه ښكاره كړې او ويلي دي چي: حكومت بايد په دې پلمه باندي عام خلګ او افغان كډوال و نه زوروي.

 

د جماعت اسلامي په نامه د مذهبي ډلي د بلوچستان ايالت مشر عبدالمتين اخوند زاده وايي چي حكومت دي بې ځايه تورونه نه لګوي، ځكه چي دا رنګه بريدونه كول د هر سړي كار نه دى.

 

خو په سيمه كي د سياسي چارو كارپوه خان زمان كاكړ بيا المان ږغ راډيو ته وويل: كيدای سي، دا كار افغان كډوال كړى وي، خو ترشاه به يي د بل چا لاس وي.

 

هغه وويل:« پاكستان خپل تور لاسونه پر افغانانو باندي پاكول غواړي.»

 

د پاكستان د كورنيو چارو وزير رحمان ملك څو ورځي وړاندي په يوه ورځنۍ دوره كوټي ته د سفر پر مهال په خپلو خبرو كي وويل، چي دا بريد او په پاكستان كي نور بريدونه افغان كډوالو ترسره كوي.

 

خو د عوامي نيشنل ګوند د مركزي كميټۍ غړى او د بلوچستان ايالت يو مشر ارباب ظاهر خان كاسى وايي: كه دا بمي چاودني هر څوك كوي خو زموږ د استخباراتي ادارو روزل سوي خلګ به وي.

 

په كوټه كي د مهاجرينو د چارو رئيس امدادالله هم دا خبره مني او وايي چي د پاكستاني حكومت له لوري په دې وروستيو ورځو كي په سلګونو كسان نيول سوي دي.

 

دا په داسي حال كي دى چي له تيرو څو ورځو څخه د پاكستان او افغانستان پر پوله تورخم او چمن باندي هم د افغان كډوالو راتګ د پاكستاني پوليسو له لوري له سختو مشكلاتو سره مخامخ سوى دی.